CRI Online

د چين نړيوالو خپرونو شبکه په رسمي توګه پيل شوه

cri     (GMT+08:00) 2011-01-18 20:03:51

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې: د چين د نړيوالو خپرونو شبکه يعنې د مطبوعاتي خپرونو نړيوال ګروپ د پرانيستلو مراسم د جنورۍ په اتلسمه نېټه په بېجينګ کې ترسره شول. دا له دې څخه څرګندېږي چې د اويا کلونو تاريخ لرونکې د چين نړيواله راډيو په هراړخيزه توګه د نويو خبري رسنيو په ساحه کې شامله شوې ده.

د چين د دولتي شورا د مطبوعاتي دفتر د منشي مرستيال وانګ ګو چينګ، د چين د راډيوګانو او تلويزيونونو عمومي اداري مرستيال تيان جين او د خبري رسنيو، انټرنېټ، په چين کې د بهرنيو هېوادونو د لويو سفارتونو د اړوندو چارواکيو په شمول سلګونو ميلمنو په مراسمو کې ګډون وکړ.

اړوند معلومات:

نړيوال برودکاستنګ ميديا ګروپ 

نړيوال برودکاستنګ ميديا ګروپ چې د معاصرو خبري رسنيو د چلند او ادارې د نظريې پر بنسټ او د خبري او کولتوري چارو د پيمانې او کچې د لوړوالي لپاره د چين د نړيوالې راډيو لخوا جوړ شو او موخې يې د نشراتي وسايلو زياتول ، د خپلو اغيزو پراخول او د خپلو غوره مارکونو جوړول دي .

نوموړی ګروپ د چين د نړيوالې راډيو د ټولو اطلاعاتي او کولتوري سرچينو په کارولو سره د خبري سرچينو د يوځايښت او خبري خدمت په هکله د پانګونې او ادارې دنده لری چې د راډيو ، تلويزيون ، چاپونې ، انټرنيټ او نويو رسنيو په شمول د ټولو خبري رسنيو کاروبار پکې شامل دی .

د راډيو خپرونې ، انټرنيټي شبکې ، راحت ايف ايم ، سي ار اې ګرځنده تيلفون کې د تلويزيون په شمول کاروبارونه د ياد شوي ګروپ تر ادارې لاندی دي او د ګڼ شمېر اورېدونکيو او لوستونکيو لخوا ستايل شول .

نړيوال برودکاستنګ ميديا ګروپ د چين د نړيوالې راډيو د خبري رسنيو محدود شرکت د تونګ فانګ له سهامي محدود شرکت او د جه جيانګ د جياژون پانګه اچونکي ليميتيد شرکت سره يو ځاي جوړ شو چې سهامونه يې هم د دولت په کچه د راډيو او تلويزيون په نشراتي ارګان او هم په اطلاعاتي او پولي چارو پورې اړه لری.

ددې تر څنګ چې د چين د نړيوالې راډيو تر ادارې لاندی د چين د نړيوالې راډيو ، تلويزيون او انټرنيټ سټيشن تاسيس د چين د راډيو ، تلويزيون او فلم د عمومي ادارې لخوا منظور شو ، نوموړی ګروپ هم د ياد شوی سټيشن دندې په غاړه لری . دغه راز نوموړی ګروپ به د ياد شوي سټيشن لپاره د طرح شوی خپرونکي او انکشافي پلان پر بنسټ او د تګلارې ، کاروبار ، بازار ، تکنالوژۍ ، تخنيکي کارکوونکو او پانګې له مخې د کورنيو او بهرنيو نويو خبري رسنيو لخوا تر لاسه شوې اداري تجربې وکاروي ، د نظريې ، موډل ، کاروبار ، تکنالوژۍ او ادارې له لحاظه ابتکارونه به ترسره کړي څو چې د هېواد په دننه او بهر کې د راډيو ، تلويزيون او انټرنيټ سټيشن د نشراتي توان د رامنځته کېدو او لوړېدو لپاره ښه زمينه برابره شی .

نړيوال برودکاستنګ ميديا ګروپ به د چين له نړيوالې راډيو څخه د عصري ، مجموعي او نوي ميديا ګروپ د ابادولو درنه دنده په غاړه واخلي ، سالمه ، څرګنده ، بيخی نوې او د زمانې وتلی نشراتي نظرييو او اصولو مراعات وکړي ، د دولتي او نړيوالې خبري رسنۍ په توګه د دولتي او صنعتي يونټونو د يو ځاي کولو لپاره به هاند او کوشش وکړي ، د ښو خدمتونو او غوره اداري توان سره سم به د اطلاعاتو ، ماليې ، بدني روزنې ، ساعتيري او د ولسي ژوند په هکله د سلاکارۍ په بېلابېلو ساحو کې يوه بشپړه خبري رسنۍ وګرځي څو چې په نړۍ کې په يو لوي کولتوري او خبري صنعتي ګروپ بدل شی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای