CRI Online

قومي ناروغان له هغو ډاکترانو څخه ګټه اخيستونکي دي چې د هېواد له نورو سيمو څخه راغلي دي

cri     (GMT+08:00) 2011-07-12 16:08:16

د چين نړيوالې راډيو خبر ورکړ

( اواز)

د شينجيانګ د کاشغر د دوهم ولسي روغتون د عصبي جراحۍ په څانګه کې يو اويغوري ناروغ چې روزي ناصر نومېږي او درې اتيا کلن دی ، په کټ پريوت . په تېرو لسګونو کلونو کې دده صحت ښه و او حتی په کومې ناروغۍ نه و اخته شوی .خو په وروستيو کې ناڅاپه په سخته ناروغۍ اخته دی . دده لور رشيد روزي وويل

( اواز)

په هغه وخت کې پلار می په کټ غځېدلی او ذهن يی هم ګډوډ شوی و . د سي تي څارنې وروسته ډاکتر دا تشخيص وکړ چې زما د پلار په مغز کې وينې بهېدلې . موږ اندېښمن شوو چې د اتيا کلن بوډا لپاره د جراحۍ عمليات خطر ولری . خو ډاکتر فانګ وويل چې ستا پلار ناروغی دومره سخته نه ده او جراحی لازمه ده . د خوښۍ وړ وه چې د دوو دقيقو جراحۍ وروسته پلار می جوړ شو . له ډاکترانو څخه ډيره مننه کوو چې دوی زما پلار ته نوی ژوند ورکړی دی.

د رشيد روزي په مل خبريال ډاکتر فانګ وليد چې هغه د شانګهای له نهم ولسي روغتون څخه راغی ، ده وويل

( اواز)

دغه ناروغ سپين ږيری شوی دی او عمر يې له اتياوو کلونو څخه هم زيات دی ، نو د عملياتو په وخت کې ژر نيم بی سدۍ ته داخل شو او حتی يې د کور غړي هم نه پيژندل.

رشيد روزي خبريال ته وويل چې که څه هم ډاکتر فان باو هوا د هان قوم دی، خو ددې پلار د خپلوان په توګه ګوري او هره ورځ به يې د حال احوال پوښتنه کوله او تر جراحۍ وروسته د پام وړ کار يې هم په دقيق ډول معرفی کولو .

خبريال چې د بستري کوټې ته ننوت ، و يې ليدل چې سپين ږيري روزي ناصر په کټ باندی د ډاکتر فان لاس کلک ونيوه او خبريال ته يي وويل

( اواز)

زما عمليات همدغه ډاکتر اجرا کړی دی ، اوس ښه شوی يم ، دلته د ډاکترانو مهارتونه ډير ښه دي .

ددې لپاره چې په شينجيانګ کې طبي سويه لوړه شی ، د هېواد نورو ولايتونو او ښارونو شينجيانګ ته ډير غښتلي ډاکتران ورليږلي دي چې ډاکتر فان ددوي څخه يو دی . هغه د قومي ناروغانو د درملنې په عين وخت کې د قومي ډاکترانو طبي لارښوونه کړې ده څو چې ددوي د علاج سويه لوړه شی . محمدتورسون د ډاکتر فان همکار دی او خبريال ته يي وويل

( اواز )

ډير خوشحاله يم چې ډاکتر فان پيژنم او په کار کې مو هم ښه همکاری کړېده . دده طبي مهارتونه ډير غښتلی دي او زموږ د احترام او زده کړې وړ دي.

تورسون خبريال ته وويل چې ډاکتر فان هره ورځ لومړی روغتون ته ځي او اخر ترې وځي او په خپله د سختو او نويو راغلو ناروغانو پلټنه کوي او د سختو ناروغيو د درملنې په هکله علمي غونډه جوړوي . دده د کوششونو له کبله روغتون له شانګهاي څخه يوه اندازه تعليمي تجهيزات لاس ته راوړي چې د طبي کارکوونکو د ښوونې لپاره زمينه برابره شوېده . اوسمهال په دغه روغتون کې هره مياشت طبي کورس جوړيږي . ډاکتر فان د ځايي ډاکترانو ته د ځايي معمولي ناروغيو د درملنې لارې چارې ورزده کوي

د طبي ښوونې نه پرته د ډاکتر فان په مټ د کاشغر په دوهم ولسي روغتون کې هغې ناروغۍ جوړېدای شی چې پخوا نه شوای جوړېدای . ډاکتر تورسون وويل

( اواز)

په ياد می دی چې د يو ناروغ په مغز کې هډوکی مات شوی چې په نتيجه کې يوه سترګه يې هم ړندېده . په هغه مهال کې دده لپاره عمليات اجرا شوی چې دا زموږ لومړنی عمليات و . څو چې دده په مغز کې ناروغ هډوکی لېرې شو ، ناروغ په دوهمه ورځ کې جوړ شو او د ړندې شوې سترګې د ليدو قوت يې هم اعاده شو .

د کاشغر د دوهم ولسي روغتون ګوندي منشی غيرت حسن خبريال ته وويل سره له دې چې د اوږدې مودې راهيسي دوهم ولسي روغتون د پيسو د کمښت ، د تخنيکونو د کمزورتيا او کارکوونکو د روزلو په برخه کې د مشکلاتو سره مخامخ و ، خو له شانګهاي څخه د ليږل شويو ډاکترانو د رارسېدو وروسته د کارکوونکو د روزنې ، د ليرې واټن ښوونې له لارې د کاشغر د دوهم ولسي روغتون د علاج او تشخيص کچه او د قومي ډاکترانو مهارتونه هم لوړ شوي دي .

د تير مې په اومه نېټه د دوهم ولسي روغتون د درملنې ټولنه جوړه شوه او ددې ټولنې په جوړېدو سره د کاشغر ناروغان کولی شی چې د انټرنيټي شبکې له لارې د لېرې واټن درملنې څخه ګټه واخلي . د کاشغر د دوهم ولسي روغتون مرستيال شيون جاومين چې په شينجيانګ کې د شانګهاي ډاکترانو مشر هم دی ، خبريال ته وويل

( اواز)

موږ له ليرې واټن درملنې او ګډ تشخيص مرکز جوړ کړ چې د دغه مرکز دوه ښيګنې لری ، يوه يې دا ده چې په شانګهاي کې ډاکتران کولی شې د انټرنيټي شبکې له لارې د مشکلو ناروغانو تشخيص وکړي او سمدلاسه د درملنې نسخې وليکي . بله يې له ليرې واټن څخه د کارکوونکو روزل دي .

ښاغلي غيرت حسن د شانګهاي ډاکترانو د رارسېدو وروسته په روغتون کې د بدلون د يادولو په مهال کې وويل

( اواز)

تېر کال له شينجيانګ سره د مرستندويه تګلارې د پلی کېدو لږه موده وروسته شانګهاي په وړيا ډول د يو لک او پنځوسو زرو يوانو په ارزښت طبي تجهيزات موږ ته برابر کړي او شپاړس ډاکتران يې راليږلي دي . باور لرم چې په راتلونکيو پنځو يا لسو کلونو کې د شانګهاي په مرسته زموږ روغتون په خپله سيمه حتی د شينجيانګ په جنوبې برخه کې لومړی کچه روغتون وګرځي .

ګرانو اورېدونکو ، همدااوس د شينجيانګ د پرمختګ په باب څلور مضمون واورېد او عنوان يې و چې د شينجيانګ قومي ناروغان له هغو ډاکترانو څخه ګټه اخيستونکي دي چې د هېواد له نورو سيمو څخه راغلي دي .

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای