CRI Online

په نارات دښته کې د مالدارانو نيکمرغه ژوند

cri     (GMT+08:00) 2011-07-12 16:16:05

پخوا موږ د غره په لمن کې ژوند کولو او پلار مې هره ورځ د أس په سپرلو ښوونځي ته او له ښوونځي څخه د رخصتۍ وروسته کور ته بوتلم چې په لاره کې مو درې ساعته مصرفول .يو وار موږ د سختې واورې له کبله په غر کې بند شوو او نيمه مياشت مې له درس څخه بې برخه وم .

د ايلي د قزاقي قوم د خپلواکې منطقې نارات دښته د دولت په کچه منظره لرونکې سيمه ده چې له لرغونۍ زمانې راهيسي يو نامتو طبيعي څړ ځای دی ، خو د مالدار بيرد بيوک مشر زوي کاري بيرد په نظر د کوچيتوب ژوند نه د سيلانيانو په سترګو کې ښکلی او نيکمرغه دی .

د زرګونو کلونو راپدې خوا د قزاقي قوم مالدارانو نسل په نسل د موسمونو د بدلولو سره سم د کوچيانۍ ژوند تېراوه چې دغه دوديز توليد او ژوند نه يوازی د معاصرې ټولنې سره سمون نه خوري او لا هم پيچلی دی. د پخواني ستونزمن ژوند د يادونې په هکله د کاري بيرد مور هارتونګ بزخوري داسی وويل

 

زموږ ژوند ډېر ستونزمن و او کور مو د موسم د تبديل له امله له يو ځاي څخه بل ځاي ته نقلېد ، د أس په وسيله مو ماشومان ښوونځي ته او ناروغان روغتون ته ليږدول . حتی علاقه دارۍ ته يو دوه ساعته رسيدو . يو وار چې ماشوم می د چينجي په ناروغه اخته و، ژوند يې نژدې د ترانسپورتي اسانتيا د نشتوالي له لاسه ورکړی شو. خو دلته تر نقلولو وروسته داسی مشکلات لېري شوي دي او ډېر خوشحاله يو چې له نل اوبو او برېښنا څخه برخمن يو .

د تېرې پيړۍ له پايه د نارات سيمې حکومت د دايمي هستوګنې لپاره مالداران وهڅوله او د کور جوړولو لپاره يې ورسره مرسته وکړه چې په نتيجه کې ګڼ شمېر مالداران په دايمي ځاي کې اوسيږي . د نارات علاقه د ارۍ مرستيال لي ګانګ چې د مالدارۍ او اقتصاد چارو مسئول دی ، وويل

د کوچيانی ژوند د زياتو ستونزو لامل دی ، مثلا د مالدارانو روغتيا او د ماشومانو ښوونه نه شی تامينولی ، مالداران د غره په لمن کې ژوند کوي چې هلته برېښنا نشته او عايدات يې هم کم دي . په وروستيودوو کلونو کې موږ مالداران هڅوو چې په دايمي ځاي کې اوسيږي او دوديزه مالداري چاره په معاصرې مالدارې چارې بدل کړي . زموږ د اټکل له مخې په يو پر پنځلس هکتاره ځمکه کې کرل شوي واښه د نيم هکتاره ځمکي طبيعي چمن سره برابر دي ، برسيره پردې اوس په نارات کې د سيلانۍ چارې د پرمختګ په حال کې دي ، د څړ ځاي ښې ساتنې ته اړتيا لری.

د بيرد بيوک کورنی چې اوه تنه غړي لری ، لومړی د دايمي هستوګنې سيمې ته نقل شوې ده او د علاقه دارۍ له مرکز څخه لېری نه دی. نو ښوونځي ته د ماشومانو او روغتون ته د زړو کسانو د ورتګ لپاره کومه ستونزه نشته . په دايمي کور کې اوبه او برېښنا شته ، دغه راز حکومت هم د چوپاني په هکله د مالدارانو لارښوونه کوي چې په پايله کې د مالدارانو د څارويانو روزلو شمير هم زيات شوی دی . بيرد بيوک په خوشحالۍ سره خبريال ته وويل

موږ اوس څه دپاسه ١٠٠ مليونه پسونه، ٣٠ غويان او ٢٠ اسونه لرو او ژوند مو د دايمي استوګنې د پخوا په پرتله ډېر ښه شوی دی.

تېر کال بيرد بيوک د څو کلونو ګټو په وسيله يوه ګاډی واخيستله او د وښو او څارويو د وړلو نه پرته په فارغ وخت کې د نورو لپاره شيان نقلوي چې له امله يې ګټه زياته شوېده ، اوسمهال د بيرد بيوک کلنی عايدات له پنځوسو زرو يوانو څخه اوښتي دي .

نارات دښته له درېمې دولتي کچې څخه پنځمې کچې ته لوړه شوې ده چې په نتيجه کې د راغلو سيلانيانو شمېر څو چنده زياتيږي . د بيرد بيوک مشرې لور د علاقه دارۍ لخوا ترتيبه شوې مسلکي روزنه منلې او اوس د سيمې د هنري ډلې په مسلکي نڅاګره بدله شوېده .دې وويل

زما نوی رينا بيرد دی او نولس کلنه يم ، پخوا د رمې په بيولو بوخته وم او اوس نڅاګره يم او هره مياشت دوه زره يوانه معاش لرم

وروسته تر هغه چې نارات دښته د سيلانيز ځاي په توګه وټاکل شوه ، لا زيات مالداران د سيلانۍ په چارو لګيا دي . د سيمې د ادارې کميټې د شمېرنې له مخې تير کال په دې سيمه کې دوولس زره تنه په سيلانۍ بوخت دي او نور پنځه ديرش زره تنه د چوپانۍ په فارغ وخت کې په سيلانۍ لګيا دي چې د دغو اوه څلويښتو زرو تنو څخه اتيا سلنه شپانه دي ، لنډه دا چې هر مالدار هر کال له سيلانيزو چارو څخه شپږ سوه يوانه ګټه اخلي

 

د عايداتو د زياتېدو له امله د مالدارانو د نظر ساحه هم پراخه شوېده .د دايمي هستوګنې لپاره د لازيات مالدارانو سره د مرستې په غرض د جيانګ سو ولايت تير کال دوولس مليونه او پنځه لکه يوانو په لګولو سره يو عالي هستونګځای جوړ کړ چې د يو سلو اته کورنيو مالدارانو په شمول د توليد ، ژوند او سوداګرۍ منطقې هم پرتې دي. په دې هستوګنځاي کې د نل اوبو ، برېښنا او لارې په ګډون بشپړ اساسي تاسيسات نصب شويدي . دغه راز کلينيک ، وړکتون ، کولتوري مرکز هم پکې شته دي .

بيرد بيوک او د ده کورني د هستوګنې له نويو اسانتياوو څخه ډېر راضي دي.

ګرانو اورېدونکو، د پروګرام دغه کړۍ په همدې ځای پای ته رسېږي. هيله ده چې زموږ پروګرام مو خوښ شوی وی. زه سپوږمۍ ستاسو له پاملرنې څخه ډېره ډېره مننه کوم. هر چېرې چې وئ، روغ، جوړ او خوشحاله اوسئ!

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای