CRI Online

د اورز ولی کورنۍ نوي کور ته په ګډه ولاړل

cri     (GMT+08:00) 2011-07-12 16:39:38

زموږ کور سمدلاسه ولوېد ، له ټولو ښه او د نېکمرغۍ خبره دا ده چې د ټولې کورنۍ غړ په بهر کې د غنمو لوکولو . که په کور کې وی، موږ به ټول مړه شوی وای.

په ١٩٨٥ کال کې د شينجيانګ د کيزيلو سيمې په وو چيا ولسوالۍ کې سخته زلزله وشوه. ٥٦ کلن قرغيزي مالدار اورز ولی د نوموړې زلزلې د يادونې په وخت کې لاهم ويره په زړه کې لري. د اورز کور د شينجيانګ د وو چيا ولسوالۍ په ايدا بلېک کلی کې پروت دی چې زلزلې کله نا کله پېښېږي.له لسو کلونو راهيسې په هر دوو کلونو کې دلته لږ تر لږه د ريکټر په کچه ٦ درجې يوه زلزله وشوه.

اورز وويل د ٢٠١٠ کال تر اکتوبر پورې د ده د کورنۍ ٣ تنه د چين د ختيځ جيانګ سو ولايت په مرسته جوړ شوي نوي کور ته نقل شوي دي.

د حکومت د مرستې نه غير به موږ دلته ژوند ونه کړای شو.مننه کوم چې حکومت له شينجيانګ سره مرسته کړې ده.

د قرغيز قوم د بزګرانو او مالدارانو په شان د اروز کورنۍ د اوسېدو شرايط خراب وو چې له زلزلې سره د مقابلې توان يې نه درلود. له شينجيانګ سره د نوي مرستندويه تګلارې په رڼا کې د اروز کورنۍ او زيات شمېر بزګران او مالداران پراخو او کلکو کورونو ته نقل شوي دي. د اروز کورنۍ نوی کور د جيانګ سو ولايت د چانګ جو ښار له خوا په جوړه شوې اوسېدونکی سيمه کې پروت دی چې د ريکټر په کچه د ٩ درجې زلزلې سره د مقابلې له معيار سره سم جوړ شوی دی او په کې د هر کور پراخوالی ٧٢ مربع متره دی.

اروز د خپل ژوندانه شرايطو د ښه والي لپاره ډېر خوښ دی، خبريالانو د ده په ملګرتيا د ده له نوي کور څخه ليدنه کړه . د اروز مېرمن توهتوب جونوس په پخلنځي کې د اوبلن ګاز په وسيله ډوډۍ پخوله. هغې خبريال ته وويل پخوا په وو چيا سيمه کې د اوبو کيفيت ښه نه و چې د خلکو پر روغتيا ناوړه اغېزه کړې وه.

له کيزيلو سره د مرستې په اړه د جيانګ سو ولايت يو چارواکي وانګ شيان ليانک خبريال ته وويل پخوا د اوبو د فابريکې تاسيسات وروسته پاتې و چې د ټولو اوسېدونکو د اوبو برابرولو ضمانت يې نه شو کولی. د جيانګ سو ولايت حکومت څه د پاسه ٥ زره کورنيو ته د اوبو د برابرولو لپاره ٥ مليونه او ٥٠ زره يوانه پيسې لګولي دي. بر سېره پر دې ، دغه ولايت په روان کال کې هم د اوبو فابريکې د تاسيساتو د دوهم پړاو اصلاحاتو لپاره د ٣٨ مليونه يوانو په ازرښت پانګې لګولی دی.

د کورونو د برابرولو پروژې د ابادولو په بهير کې د جيانګ سو ولايت د خلکو د ژوند د ښه والي پر بنسټ د مرستندويه پروژو مجموعي خدمتي رول لوبولی دی چې په هر اړخيزه توګه يې د بازارونو، ميدانونو، سپورټي ډګرونو او کتابتونونو په ګډون اسانتياوې پکې جوړې کړي دي.

مالداري چارې د مالدارانو اقتصادي شريان دي. اروز وويل له دې امله چې پخوا شراط ناوړه و، هر کال ٧ يا ٨ وري مړه کېدل، اوس نوي شپلونه جوړ شوي دي چې پراخوالی يې ٢٤٠ مربع مترو ته رسېږي او له زلزلې سره د مقابلې توان يې هم په ښکاره توګه پياوړی شوی دی.

د خبر له مخې، په راتلونکو ٥ کلونو کې به په کيزيلو ايالت کې د جيانګ سو ولايت د ٥٠ زره تنو مالدارانو لپاره کورونه جوړ کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای