CRI Online

په صحرا کې کرهنيزې چارې د نيکمرغۍ ګلان غوړيږي

cri     (GMT+08:00) 2011-07-12 20:07:02

د صحرا له يادونې وروسته د خلکو په خيال کې هميشه وچې او سپيرې بنې رامنځته ښکاري چې هيڅ نباتات او بوټی پکې نه تر سترګو کېږي، د انسانانو شمېر کم دی، اقتصاد هم وروسته پاتی دی. خو په دې وروستيو ورځو کې د چين نړيوالې راډيو خبريال د شينجيانګ د قزدلسوقرغز په خپلواک ايالت کې چې غرنی سيمه او صحراګانې نوي سلنه برخه په کې نيسي، د ليدنې په وخت کې شنه پټی ، نباتات او په صحرا کی د نوي ډول پرمختللې کرهنيزې چارې کتلې دي. اوس مهربانی وکړئ چې په صحرا کې د بزګرانو د نيکمرغه ژوند په هکله پروګرام له ما ډيوې سره په ګډه واورئ.

د قزدلسوقرغز ايالت د شينجيانګ په داخلي وچه کې پروت دی چې باران اورښت پکې ډېر کم دی او ځمکې يې په عمده توګه غرنۍ سيمې، صحراګانې، ريګستانونه او چمنونه جوړوي. د اوږدې مودې راهيسې ځايی خلک د مالداری چارو له لارې ژوند کوی او د نفوس د زياتيدو سره سره د مالدارۍ دښتو سرچينې يې کال په کال کمې شوی چې د ډېرې مالدارانو حالت سخت شوی دی. د دغې مسئلې د حلولو لپاره د هېواد په سترې برخې کې د دغه ايالت مرستندويه ځای په توګه د جيانګ سو ولايت قومندانۍ څانګې د ٢٠١٠ کال څخه پرمختللې کرهڼيزې تکنالوژۍ کارولي او د دغه ايالت د صحراګانې په لمنو کې يې پلاستيکی څپرې جوړې کړې او په فعاله توګه د پرمختللو تاسيساتو له لاری کرهڼيزو چارو ته يې د دې له لارې پرمختيا ورکړې ده. د دغې څانګې د قومندان مرستيال جانګ جيان وويل (اواز)

د هر تن په سر دلته زيات شمېر مالداران په يو کال کې يوازې د يو زره او پنځه سوه يوانو عايدات لري چې د دوی د ژوند شرايط ډېر سخت دي، نو موږ غواړو چې په مالدارۍ سيمه کې اوسيدونکي نورو ځايونو ته نقل کړو. موږ په جيانګ سو ولايت کې پرمختللې کرهڼيزې ټکنالوژۍ راجلب کړي او په پلاستيکو څپرو کې د سابزيو او ميوو کرلو په اړه دوی ته مو مرستې برابرې کړې، نو د ملدارۍ په سيمو کې د مالدارانو شمېر به کم شي چې د هر تن په سر د سرچينې اندازه زياته شي او د دوی عايدات به زيات شي. موږ هېله لرو چې له دې لارې د بزګرانو او مالدارانو ژوند ښه شي.

د قزدلسوقرغز ايالت د مرکز اتوش ښار د سونتاغ په کلي کې د سيانس او تکنالوژۍ له لارې د پلاستيکې څپرې باغونه د جيانګ سو ولايت يو مرستندويه نتيجه ده. د دې باغونو په سر باندی زيات شمېر پلاستيکې څپرې درول شوي چې په کې د بېلا بېلو ډولو سابزۍ او ميوې شته. د دغه کلي د کمونېست ګوند کميټې د منشی مرستيال يمام وويل يو کال مخکې د جيانګ سو ولايت کادرونو زموږ ايالت ته د پلاستيکو څپرو جوړولو لپاره پيسې او ټېکنالوژۍ رسولی دی. هغه وويل (اواز)

پخوا په دې ځای کې کرهڼيزې چارې هيڅ نه وې، يوازې صحرا و چې مالدارانو په کې پسونو روزنه کوله. اوسيدونکيو له سيانس او ټېکنالوژۍ نه ناخبره و او هم يې په دې اړه باور نه درلود. دوی پخوا د پلاستيکو څپرو په اړه هيڅ مالومات نه درلودل. د تير کال له اګست څخه له شينجيانګ سره مرستندويه کادرونو ځای فني کارکوونکيو ته د کرهڼيزو، باغونو او د کورنيو حيوانانو د روزنې چارو په اړه ټېکنالوژۍ مهارتونه ورزده کړی او د روزنې پسې يې هم ورته برابر کړي دي.

فنی کارکوونکي عبدالکريم وويل (اواز)

ځينو بزګرانو چې د پوهنې اندازه يې کمه وه، د نورو له خوا جوړ شويو پلاستيکو څپرو ته له کتلو وروستهپر دې ښه پوهيدلي او له بزګرانو سره د نظريو تبادلې په وخت کې د سيانس او ټېکنالوژۍ په اړه مالومات يې تر لاسه کړل. نو دوی په خپله هم د پلاستيکو څپرو جوړولو مثبت ګټه ليدلې ده.

ښاغلي يمام وويل اوس د سونتاغ په کلي کې څه دپاسه اتيا سلنه بزګرانو او مالدارانو د کرهڼيزو ټېکنالوژيو په اړه روزنو کې ګډون کړی او د قزدلسوقرغز ايالت په زياتو ځايونو کې يې د دغه کلي په شان د پلاستيکو څپرو له لارې د اوسيدونکيو عاديات زيات شوي دي. هغه باور لري چې د لږ کيو قومونو له سيمو سره د مرستو په اړه د مرکزی حکومت د تګلارو په لارښوونه په وچيو صحراګانو کې د اوسيدونکيو د نيکمرغۍ ګلان به هرومرو غوړيږي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای