CRI Online

د سي ار اې راډيو د جوړېدو ٧٠ کليزې په مناسبت معلوماتي سيالی

cri     (GMT+08:00) 2011-10-18 15:24:47

محترمو اورېدونکو ، سږ کال د چين د نړيوالې راډيو د جوړېدو له اووياېمې کليزې سره برابر دی. دغه راډيو د فاشيزم پر ضد د نړيوالو په جګړه کې رامنځته شوه او تر اوسه پورې په داسی نړيوالې رسنۍ بدل شوه چې هره ورځ په يوشپيتو ژبو خپروي . له اووياوو کلونو راهيسې سي ار اې نړيوالو ته سلامونه او دوستۍ رسوي او د سولې او عدالت هيلې څرګندوي او د رنګارنګ کولتورونو درناوي کوي. له ننه زموږ په پروګرام کې به د څلورو مضامينو په نشرولو سره د سي ار اې راډيو د تاسيس او پرمختيا په هکله معلومات درکړو.

اول به د لومړي مضمون دوه پوښتنې وړاندی کړو

لومړی : سي ار اې لومړی په کومه ژبه خپرونه وکړه ؟

دوهم :په کوم ښار کې د سي ار اې لومړی ايف ايم مرکز جوړ شو ؟

دغه نغمه د هغو اورېدونکيو لپاره ډيره اشنا ده چې هميشه زموږ خپرونه اوري ، همدغه نغمه د سي ار اې راډيو نښه ګرځېدلې ده .

د سي ار اې راډيو په لومړی پوړ کې دا شعار ډير د پام وړ دی او ليکل شوي

د چين دريځ ، د نړۍ نظر او د انسانانو افکار چې دا هم د سي ار اې د خپرونې نظريه ده . د چين دريځ کوم دی ؟د نړۍ نظر څه دی او د انسانانو فکر څنګه څرګنديږي ؟ ښايي چې دا ټول د سي ار اې راډيو د جوړېدوپه لومړيو وختونو کې ټاکل شوي دي .

د تېرې پيړۍ په څلورمه لسيزه کې د چين خلکو د فاشيزم پر ضد جګړه کې له جاپاني تيري کوونکو سره شجاعانه مبارزه کوله او د تبليغاتي اړتياوو سره سم دچين په شمال لويديځ اين ان کې چې د وخت د چين کمونست ګوند مرکز و ، د اين ان د سيهوا راډيو جوړ شو . د ١٩٤١ کال د دسمبر په درېمه نېټه دغه راډيو د لومړی ځل لپاره په جاپاني ژبه خپرونه کوله او هدف يې په چين کې ميشته جاپاني تيری کوونکي عسکر و . د دغې راډيو لومړی ويانده چې هاراکييوشي نومېده او په چين کې د تيري کوونکۍ جګړې پر ضد يوه جاپاني ښځه وه . نو همدې ورځ د سي ار اې راډيو د جوړېدو تاريخ په حيث ونومول شوه.

که څه هم په هغه وخت کې ستيديو د سمڅ په بڼه په يوه ساده کوټه کې وه او يوازې د درې سوو واټو په ظرفيت د راډيو يوه ليږدونکې دستګاه درول شوې وه ، خو په همدې ورځ د چين په اسمان کې د بهرنيو په هدف بهرنی خپرونه پيل شوه . اغلې هاراکييوشي وويل

په هغه وخت کې چې په اين ان کې مې کار کاوه ، شرايط يې ډيری سخت وو ، خو ملګرو مې ډيره پاملرنه راکړه . دغه خپرونه د جاپاني سرتيريو د جنګي مورال د ټيټولو لپاره يوه وسله بلل کېده . د دغې خپرونې د پيل سره سم ډيرو جاپاني سرتيريو د تېري کوونکۍ جګړې اصلی بڼه معلومه کړه او د جګړې پر ضد چارو کې شامل شول.

وروسته تر هغه چې له جاپاني تيري سره د چينايانو جګړه کاميابه شوه ، د اين ان د سيهوا راډيو انګليسي خپرونه په ١٩٤٧کال کې شروع شوه . اوسمهال د نړۍ په هر ګوټ کې د سي ار اې انګليسي پروګرام اورېدلی شی حتی په ليري سمندري سيمه کې.

د چين ولسي جمهوريت په ١٩٤٩ کال کې جوړ شو او وياندې دين اي لان د تيا ان من په ودانۍ د دغو مراسمو د پر ځاي کېدو تفصلات ټولو نړيوالو ته ورمعرفی کړل چې دا وروسته د سي ار اې راډيو د مشرۍ دنده په غاړه درلوده .

( اواز ) ورپسې د اين ان د سيهوا راډيو نوم څو ځله بدل شوی او په پای کې د چين د نړيوالې راډيو په نامه ونومول شو. اوس سي ار اې د کارولو ژبو له لحاظه په نړۍ کې لومړی مقام نيسي .

چين د تېرې پيړۍ د اوومې لسيزې په پاي کې په اصلاحاتو پيل وکړ چې دا د سي ار اې د لويې پرمختيا لپاره مساعده زمينه برابره کړې ده . نن ورځ په نړۍ کې د سي ار اې راډيو د خبريالانو دوه دېرش مرکزونه جوړشوي او په راتلونکيو لسو کلونو کې به په افريقا ، منځني ختيځ او لاتينه امريکا کې نور اته مرکزونه تاسيس شی .

د رسنيو تکنالوژۍ د پر له پسې پرمختګ سره سم د ٢٠٠٦ کال په فبروری مياشت کې د کينيا په مرکز نيروبي کې د سي ار اې راډيو لومړۍ ايف ايم ستيشن په رسمي توګه جوړ شو چې دا د سي ار اې لومړی ايف ايم ستيشن دی . يوه مياشت وروسته د چين وخت خارجه وزير لي جاو شين د بيجين د خلکو په لوي تالار کې چيني او بهرنيو رسنيو ته په خپله وينا کې تر هرڅه لومړی وويل

( اواز ) لږه موده مخکې می له زيات شمير افريقايي هېوادونو څخه ليدنې وکړې او و مې ليدل چې له افريقايي هېوادونو سره زموږ اړېکې ډېرې ټينګې شوي او بنسټ يې د غښتليتوب په حال کې دی . پوه شوم چې سی ار اې راډيو په دغو هېوادونو کې ډېری اورېدونکي لری .

نهه مياشتې وروسته د سي ار اې راډيو دوهم ايف ايم ستيشن د لاوس په پلازمينه وانتيان کې خلاص شو او د چين د دولت رييس هو جين تاو چې لاوس ته په خپل سفر بوخت و ، د لاوس د دولت له رييس چومالي سره يو ځای د دغه ستيشن د پرانستلو په مراسمو کې حاضر و چې رييس جومالي او دده د کورنۍ غړي هم د سي ار اې راډيو وفادار اورېدونکي دي

( اواز) سي ار اې خپرونې په لاوس کې ډېری اورېدونکي لری او ګڼ شمېر لاوسي وګړي پر وخت دغه خپرونې اوري ځکه چې د سي ار اې راډيو نه يوازی په چټکۍ سره د اعتماد وړ خبرونه خپروي ، بلکې د لاوس خلکو ته معلومات ورکوي څو چې لاوسيان په ښه توګه چين وپيژني . زموږ په اند سي ار اې راډيو د لاوسي رسنيو يوه برخه ده او د متقابل تفاهم او دوستۍ د پياوړتيا لپاره د پل په توګه رول لوبوي .

د روانې مياشتې تر لومړۍ ورځې پورې سي ار اې په نړۍ کې شپيته ايف ايم ستيشنونه جوړ کړي دي چې دغه ستيشنونه هره ورځ دوولس سوه ساعته پروګرامونه خپروي.

په نړۍ کې د سي ار اې راډيو د اغيزو د پراخوالي له امله ډير بهرني ژورناليستان مثلا د بي بي سي پخواني نامتو ويانده سوسان عثمان هم د سي ار اې لخوا وګمارل شوه . د سي ار اې د انګليسي خپرونې د مرکز مرستيال لي پي چون وويل هر کله چې په نړۍ کې لويه پېښه راپيښېږي ، سي ار اې به پر وخت په انګليسي ژبه ټولې نړۍ ته راپورتاژ کوي .

( اواز) څرنګه چې په نورو زياتو هېوادونو کې د ايف ايم ستيشنونه جوړ شويدي ، زموږ خپاره شوي خبرونه ډير شويدي چې هره ورځ اته ساعته خبرونه په ژوندی بڼه خپروو او پروګرامونه يې هم رنګارنګ شوي دي.

ددې لپاره چې په اغيزمن ډول نړيوالې خپرونې ترسره شی،سي ار اې د نويو رسنيو په پرانستلو لګيا ده . اوس که تاسی پر CRI online کليک کړئ ، د سي ار اې نوي پروګرامونه او تازه وضعيت اورېدای شئ.

د روان کال په پيل کې سي ار اې د CIBN انټرنيټي ستيشن جوړ کړ او استعمالونکي کولی شی چې په انټرنيټ کې پروګرام واورې او يا ولولي ، د موبايل تيلي فون په وسيله راډيويي او تلويزيوني خبرونه واورې او يا ولولي .

د سي ار اې راډيو مشر ښاغلي وانګ ګن نين وويل چې دا نښه نښانه ده چې اوويا کلنه سي ار اې راډيو د نوې ډول خبري رسنۍ زمانې ته ننوتلې ده . د راتلونکي پنځه کلن پلان د يادون په وخت کې ښاغلي وانګ وويل

( اواز) سي ار اې په دې هڅه کې ده چې په راتلونکيو پنځو کلونو کې د زياتو ژبو ، بااستعداده کارکوونکو او خبري سرچينو په برکته د راډيو، تلويزيون او انټرنيټ په شمول په نړۍ کې اغيزمنه مخکښه خبري رسنۍ جوړه شی .

درنو اورېدونکو، تاسی همدااوس د سي ار اې راډيو د جوړېدو ٧٠ کلېزې د يادونې په مناسبت د معلوماتي سيالۍ په هکله لومړی مضمن واورېد ، ډيره مننه ! په ننني مضمون کې دوه پوښتنې دا دي ، لومړی : سي ار اې راډيو لومړي په کومه ژبه خپروي ؟ دوهمه : په کوم ښار کې د سي ار اې لومړي ايف ايم مرکز جوړ شو؟

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای