CRI Online

د چين د پرمختيا او د نړيوالو بدلونونو عيني شاهدان

cri     (GMT+08:00) 2011-10-18 15:29:09

ګرانو اوريدونکو، هرکلی کوو چې د چين نړيوالې راډيو د جوړيدو اويايمې کاليزې په مناسبت د مالوماتی سيالۍ ځانګړی پروګرام اورئ! د روان کال د دسمبر درېيمه نيټه به د چين نړيوالې راډيو د اويايمې کاليزې د يادونې له ورځې سره برابره وي. د اوياوو کلونو د پرمختيا په بهير کې د چين نړيوالې راډيو نه يوازی ټولې نړۍ ته د چين د پرمختيا بلکی د پيچيلو نړيوالو حالاتو په هکله مالومات يې ورکړي او د بېلا بېلو هېوادونو د خلکو تر منځ د تفاهم لپاره يې رول لوبولی دی.په نوې پيړۍ کې د چين نړيواله راډيو د بېلا بېلو هېوادونو له خبري رسنيو او اوريدونکيو سره تګ راتګ ته نوره پاملرنه کړې او يو لړ دوه او څو اړخيز فعاليتونه يې تر سره کړي او د نړيوالې دوستۍ خپريدا پل ګرځيدلی دی. په نننی خپرونه کې به هم تاسو ته دوې پوښتنې وړاندی شي چې:

د چين نړيواله راډيو پلان لری چې په بهر کې د خبريالانو نور څو مرکزونه جوړکړي؟

د چين او روسيی تر منځ د دوستۍ سفر فعاليت په کوم کال کې تر سره شوی؟

د دغو دوو پوښتنو ځوابونه په خپرونه کې پيدا کېږي، نو هېله من يو چې تاسی په جدی توګه زموږ پروګرام واورئ!

د چين نړيواله راډيو په ټوله نړۍ کې د ژبو له لحاظه لومړی مقام نيسي او نړيوالو ته د چين او نړۍ په هکله د مالوماتو ورکولو دنده پر غاړه لري. د م م د مقر په مباحثوی تالار کې، د کوسوو په جګړه کې، د امريکا په سپينه ماڼۍ کې له سياسی مشرانو سره د کتلو په وخت کې او د افريقايی هېوادونو د مشرانو د لوړې په مراسمو کې ټول د چين د نړيوالې راډيو خبريالان ليدل کيدل.

د ١٩٩٩ کال په مارچ کې د کوسوو جګړه پيل شوه چې په پخوانې يوګوسلاويا کې خبريالې وانګ جی مين په زړه ور ډول سمدلاسه د جګړی تر خطرونو لاندی له ځايي اوسيدونکيو سره مرکې کړې او د چين د نړيوالې راډيو له لارې يې نړۍ ته اړوند مالومات ورکړي وو. وانګ جی مين وويل (اواز)

په هغه وخت کې ډېر ويريدلم ځکه چې جګړه مې نه ده لېدلې او معلومه نه وم چې څنګه به د جګړې په هکله راپورتاژ کوم ، خو لا هم پخپله د موټر په چلولو سره ښوونځيو، تصديو ، د هوا ضد سمڅو او د استوګنې سيمو ته ورغلم . يوه ورځ می د اتو ساعتو موټر په چلولو سره د بيلګراد څه دپاسه نيمه برخه ګرځيدم. له دې وروسته می په دې پوه شوم چې راپورونه څنګه وليکم . ځکه چې په هر ځای کې له اوسيدونکيو سره د مرکو په ترڅ کې هر تن ډېر ښه چلند درلود او د دوی هرکلی می تر لاسه کړ.

د نژدی اتياوو ورځو په جګړه کې وانګ جی مين ډول ډول خطرونه تير کړي وو ، يو وار يو بم حتی له دې څخه په پنځوس مترۍ کې وچاوديد او په ممنوعه پوځي سيمه کې د راپورتاژ له امله د سرتيريو له خوا وبوتله. البته ميرمن وانګ هم د خپل غوره راپورتاژ په وسيله د دولت په کچه د لويې خبري جايزې په ګټلو ووياړل شوه .

د تيرې پيړۍ په اتمه لسيزه کې په بهر کې د سي ار ای د خبريالانو لومړی مرکز جوړ شو او تر اوسه پورې داسی دوه ديرش مرکزونه د هانکانګ او مکاو په شمول بهرنيو هېوادونو او سيمو کې تاسيس شوي دي او په راتلونکيو لسو کلونو کې به په افريقا ، منځنی ختيځ ، اروپا او شمالي امريکا کې نور اته مرکزونه جوړ شی .

د روانې پيړۍ په لومړيو پنځو کلونو کې په پاکستان کې د سي ار ای خبريال هون لينګ په وار سره د افغانستان او عراق جګړو ، د ايران د ذروي بحران او د هند په سمندر کې د سونامي ناورين په هکله راپورتاژ کړی دی . دده د عکسونو په البوم کې يو عکس د توجه وړ دی او ليدل کېږي چې يوه نجلۍ دده په غيږی کې ده او دغه عکس په ٢٠٠٣ کال کې د عراق په جګړه کې دده د يوې مرکې نښه ده .

( اواز) کله چې د عراق او اردن په ګډه پوله کې می د پناه وړونکو له يو کمپ څخه ليدنه کوله ، يوه پناه وړونکې نجلۍ وليده چې دغه سوماليايي نجلۍ د عراق جګړې په پيل کې تازه په بغداد کې زېږېدلې ده . د زياتو مشکلاتو په لېرې کولو سره می ددې له مور سره مرکه وکړه او ددې له لور سره مې يو عکس واخيست . د چيني ورځپاڼو او تلويزيون له لارې د دغه عکس د خپرېدا وروسته قوي غبرګونونه رامنځته شول .

په ٢٠٠٦ کال کې د چين او روسيې د مشرانو په پرېکړه په يو بل هېواد کې د دوستۍ کال فعاليت ترسره شو. سی ار اې راډيو روسيې ته د جيپ موټر په وسيله د سفر په اړه لوی فعاليت ترتيب کړ او د مسکو په سره مېدان کې شلګونه تنه چيني خبريالان راغونډ شول . د روسيې د وخت صدراعظم لومړي مرستيال ميديويجيف چې اوسنی ولسمشر دی ، د مبارکۍ پيغام واستاوه او پکې و يې ويل چې دغه لوي فعاليت په چين کې د روسي کال په نامه د خبري فعاليت يوه مهمه تشکيلاتي برخه ده. په دوهم کال کې روسي خبريالانو هم د موټر په وسيله د چين په پنځلسو ولايتونو او ښارونو کې مرکې کړې او د قناعت وړ لاس ته راوړنې يې تر لاسه کړې دي

د ياد شوي فعاليت عمده طرح کوونکې ميرمن فان بينګ بينګ چې د سي ار ای راډيو د روسي ژبې مديره ده ، وويل

( اواز) د دغه فعاليت د پلانولو اصلي نيت ساده و يعنی له چين سره د پيژندلو لپاره له روسانو سره او له روسيې سره د چينايانو سره مرسته کول و . د تېرې پيړۍ د نهمې لسيزې په پيل کې می روسيې ته سفر وکړ او د سفر په وخت کې ځينو روسانو له ما نه پوښتنه وکړه چې ايا چينايان لا هم کوڅۍ کوي ؟ ډيره حيرانه شومه چې دوی د چين په هکله هيڅ معلومات نه لری. نو پرېکړه می وکړه چې د دواړو هېوادونو د خبريالانو ترمنځ د نظريو تبادلې د پياوړتيا لپاره د اوږدواټن سفر ترتيب کړم .

دوه کاله وروسته سي ار ای راډيو هغه سيالی ترسره کړه چې د چينايانو لخوا روسي سندرې ويل کېدې . د جايزې ورکولو په مراسموکې د دواړو هېوادونو صدراعظمان ون جيا باو او پوتين حاضر وو . د روسيې صدراعظم پوتين وويل

( اواز) ډېره ژوره خاطره مې دا ده چې هغه چينايان چې عمرونه يې بيل دي ، د روسي کولتور سره ډيره مينه لری . ډير خوشحاله يم چې ډيری چيني ځوانانو هم په دغه مسابقه کې ګډون کړی دی.

د چين صدراعظم ون جيا باو داسی وويل

(اواز) چين او روسيه لوي هيوادونه دي چې لرغونی تاريخ لری او د خپلمنځيو اړيکيو بنسټ د خلکو په زړونو کې کلک نيول شوی دی. ستاسو څخه مننه کوم چې تاسی د ژبو په وسيله د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ فکري او کولتوري تبادله کړې او په خوږو سندرو د دواړو هېوادونو د خلکو زړونه يو ځاي شويدي چې دا د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکيو د پرمختګ راتلونکی ده .

له دوستۍ څخه د ډکو سندرو غږونه لا هم پورته کېږي . په ٢٠١٠ کال کې د چين او ويتنام ترمنځ د روابطو د ټينګېدو شپيتمې کليزې د لمانځني په غرض د نيم کال لپاره د سندرو سيالی هم ترسره شوې او درې سوو چيني او ويتنامي سندرغاړو پکې ګډون وکړ . ( اواز د ويتنامي سندرغاړې لخوا ويل شوې چيني سندره چې نوم يې نن ستاسی د زيږېدو ورځ ده )

له وروستيوکلونو راپدېخوا د سي ار ای راډيو زياتو څانګو ياد شوي فعاليتونه ترسره کړي دي . د سي ار ای د مسئول مدير مرستيال اين لي وويل

( اواز) د يوې نړيوالې رسنۍ په توګه سي ار ای مسئوليت لری چې له نورو هيوادونو سره د کولتوري تبادلې د پياوړتيا لپاره يو لړ فعاليتونه ترسره کړي . زما په اند دغه هدف بشپړ شوی دی .

ګرانو اورېدونکو ، د پروګرام په پای کې به د نني مضمون په هکله دوه پوښتنې تکرار کړو چې لومړی : سی ار ای پلان لری چې په نورو هيوادون او سيمو کې د خبريالانو نور څو مرکزونه جوړ کړي ؟

دوهم :د چين او روسيې ترمنځ د دوستۍ سفر فعاليت په کوم کال کې ترسره شوی ؟

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای