CRI Online

د سي ار اي جوړيدو د ٧٠ مې کليزې د نمانځنې لپاره د خطاطۍ اثارو او انځورونو نندارتون ترسره شو

cri     (GMT+08:00) 2011-11-21 19:40:18

د روانې مياشتې په ١٥ مه نېټه بهرنيو هېوادونو ته د چينايانو د راډيويي چارو او د چين د نړيوالې راډيو د جوړيدو د ٧٠مې کليزې د نمانځنې لپاره د خطاطۍ اثارو او انځورونو نندارتون ترسره شو او له دغو اثارو څخه د سي ار اي راډيو د جوړيدو له ٧٠ کلونو راهيسې د راډيويي چارو په برخه کې ترلاسه شوي برياليتوبونه ښودل شوي دي.

په نوموړۍ نندارتون کې چې د سي ار اي راډيو د جوړيدو د ٧٠ کلونو د لمناځنې لپاره د يولړ فعاليتونو د يوې مهمې برخې په توګه بلل کيږي ، څه باندې ١٢٠ د خطاطۍ اثار او انځورونه به د سږکال ترپايه پورې نندارچيانو ته وښودل شي.

د سي ار اي راډيو مشر وانګ ګن نيان، د چين مشهور خطاط او يانګ جونګ شي، دچين د خطاطانو ټولنې د مرستيال وانګ جيا شين په شمول تر ١٠٠ زيات تنه مېلمانه د نوموړۍ نندارتون په پرانيستونکو مراسمو کې حاضر وو.

زرينه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای