د چين د نړيوالې راډيو د جوړېدو اويايمې کاليزې د يادونې لپاره، دغه راډيو د جمعې په ورځ د هه بې ولايت د هان دان ښار په شه ولسوالۍ کې د اصلي اډې څخه د ليدنې فعاليت تر سره کړ او د انګلسي ژبې خپرونې د پيل په ځای کې يې د يادګاري لوحې د پرانستلو مراسم ترسره کړل.
د چين د نړيوالې راډيو د مرستيال شيا جي شوان، وانګ مينګ هوا او د هه بې ولايت د بهرنيو تبليغاتو ادارې مشر او سلو تنو کورنيو او بهرنيو مېلمانو په دغه فعاليت کې ګډون وکړ.
د ١٩٤٧ کال د سپتمبر په يوولسمه نېټه د شان بې سين هوا راډيو د انګلسي ژبې پروګرام پيل شوی چې په دې توګه د چين د نړيوالې راډيو د انګلسي ژبې خپرونه هم شروع شوېده. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |