CRI Online

د چين نړيوالې راډيو د هه بې ولايت په شه ولسوالۍ کې له اصلي اډې څخه د ليدنې فعاليت تر سره کړ

cri     (GMT+08:00) 2011-11-28 17:50:11

د چين د نړيوالې راډيو د جوړېدو اويايمې کاليزې د يادونې لپاره، دغه راډيو د جمعې په ورځ د هه بې ولايت د هان دان ښار په شه ولسوالۍ کې د اصلي اډې څخه د ليدنې فعاليت تر سره کړ او د انګلسي ژبې خپرونې د پيل په ځای کې يې د يادګاري لوحې د پرانستلو مراسم ترسره کړل.

د چين د نړيوالې راډيو د مرستيال شيا جي شوان، وانګ مينګ هوا او د هه بې ولايت د بهرنيو تبليغاتو ادارې مشر او سلو تنو کورنيو او بهرنيو مېلمانو په دغه فعاليت کې ګډون وکړ.

د ١٩٤٧ کال د سپتمبر په يوولسمه نېټه د شان بې سين هوا راډيو د انګلسي ژبې پروګرام پيل شوی چې په دې توګه د چين د نړيوالې راډيو د انګلسي ژبې خپرونه هم شروع شوېده. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای