ښاغلي خليلي وويل د چين د پسرلني اختر په رارسېدو سره هغه د افغانستان د حکومت او خلکو او ولسمشر حامد کرزي په استازيتوب د چين حکومت او خلکو ته تودې مبارکي وايي.هغه هيله څرګنده کړه چې په نوي کال کې د دواړو هېوادونو تر منځ اړيکې نورې ټينګې، په بېلا بېلو ساحو کې د دواړو هېوادونو همکارۍپراخې او د دواړو هېوادونو وګړيو تر منځ دوستۍ نورې هم ژورې شي.
په افغانستان کې د چين سفير شو فې هونګ د ښاغلي خليلي له مبارکۍ مننه وکړه او هيله مندي يې څرګنده کړ چې په ګډ کوښښونو سره د دواړو هېوادونو تر منځ اړيکې به هرومرو ښه راتلونکې ولري
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |