CRI Online

په افغانستان کې د چين لوی سفير شوفې هونګ: چين به د افغانستان د سولې او بيا رغونې لپاره خپلو کوښښونو ته دوام ورکړي

cri     (GMT+08:00) 2012-01-20 16:28:22

د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د جنورۍ ٢٠ مه نېټه د چين او افغانستان ترمنځ د سياسي اړيکو د ټينګېدو له ٥٧ مې کليزې سره برابره ده. په همدې ورځ په افغانستان کې د چين سفير ښاغلي شو فې هونګ په کابل کې وويل چې چين به په دوامداره توګه له افغان حکومت سره د سياست، اقتصاد او سوداګرۍ په شمول بېلا بېلو برخو کې خپله همکاري پياوړې کړي او د افغانستان د سولې او بيا رغونې لپاره به خپلو کوښښونو ته دوام ورکړي.

ښاغلي شو فې هونګ زموږ له خبريال سره د مرکې پر وخت وويل چې په تېر کال کې چين د افغانستان د سولې او بيا رغونې په بهير کې مثبت ګډون وکړ او په بېلا بېلو برخو کې يې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوستانه همکارۍ زياتې لاسته راوړنې راوړي دي. هغه څرګنده کړه:

په ٢٠١١ کال کې چين تر خپلې وسې پورې افغانانو ته خپلې مرستې برابرې کړې دي. د دواړو هېوادونو حکومتونو د اقتصادي او تخنيکي همکارۍ يو تړون سره لاسليک کړی چې د دغه تړون له مخې د چين حکومت به د افغان وګړو د ژوند د ښه والي په موخه دغه هېواد ته په وړيا ډول ١٥٠ مليونه يوانه مرسته ورکړي. د دې تر څنګ چين په ٢٠١١ کال کې د افغانستان لپاره څه دپاسه ١٠٠ تنه حکومتي مامورين او تخنيکي کارپوهان روزلي دي. په نړيواله ټولنه کې د چين حکومت د استانبول او بن په شمول د افغانستان مسئلې په اړه څو نړيوالو غونډو کې د ګډون لپاره لوړ پوړي پلاوي هم لېږلي دي چې د افغانستان او سيمې د سولې او پرمختګ لپاره يې خپل وړ رول لوبولی دی.

سفير شو فې هونګ دا هم وويل چې ٢٠١٢ کال له هيلې څخه ډک يو کال دی. ناټو به له افغانستان څخه لا زيات ځواکونه وباسي او افغان حکومت ته به لا زياتې امنيتي دندې وسپاري. دا به د افغان حکومت لخوا پخپله د ملي روغې جوړې بهير د پرمخبيولو لپاره نوی فرصت برابر کړي. پر همدې مهال افغان حکومت به د امنيت ساتلو په برخه کې له لا سترې ننګونې سره مخامخ وي. چين به د افغانستان تر ټولو لوی ګاونډی هېواد په حيث په دوامداره توګه له افغانستان سره د سياست، اقتصاد او سوداګرۍ په شمول څو برخو کې د متقابلو ګټو پر بنسټ همکاري پياوړې کړي او د افغانستان د سولې او بيا رغونې بهير به پرمخ بيايي.

( سپوږمۍ)

 

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای