د مارچ په دوهمه نېټه ماښام د چين د سياسي مشورتي کنفرانس د دوولسمې دورې ملي کميټې د لومړنې غونډې په اړه خبري ناسته به په بېجينګ کې تر سره شي.د غونډې وياند لو شين هوا به کورنيو او بهرنيو خبريالانو ته د غونډې اړوند معلومات وړاندې کړي او د خبريالانو پوښتنو ته به ځوابونه ور کړي.
د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د يوولسمې دورې ملي کميټې اته پنځوسمه رئيسه غونډه د روانې مياشتې په لومړنې نيټه په بېجينګ کې جوړه شوه او هغه پرېکړه وشوه چې د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د يوولسمې دورې ملي کميټې مشر جيا چينګ لين به د دوولسمې ملي کميټې په لومړنی غونډه کې د کنفرانس د دايمي چارو کميټې په استازيتوب کاري راپوټ ور کړي او د دی ترڅنګ ښاغلي لو شين هوا د روانې ملي کميټې د لومړنی غونډې د يوه خبري وياند په توګه وټاکل شو.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |