د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د دوولسمې دورې ملي کميټې د لومړۍ غونډې پرانيستونکی مراسم به د مارچ د ٣ نېټې تر غرمې وروسته په ٣ بجو په بېجينګ کې د خلکو په لوی تالار کې تر سره شي. په هماغه وخت کې به د چين نړېواله راډيو د چيني او انګليسي ژبو له لارې په دې اړه مستقيمې خپرونې وکړي او خپرونې به يی د راډيويی څپو او انترنټ له لارې نړۍ ته خپاره شي.
بر سېره پر دې، د چين مرکزي تلويزيون او د چين خلکو راډيو به هم په ژوندي توګه نوموړی مراسم خپاره کړي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |