ملا چن ګوانګ يوان داسې وويل:"دغه ځای زما د کور په شان دی. زه دلته لويديز په لوری لمونځ کوم. د وخت په اړه ګورم د مارچ له لومړی نيټې څخه تر اتلسمې نيټې پورې هره ورځ لږڅه توپير شته نو يو ليست ته اړتيا لرم مثلاً د مارچ په لومړی نيټه د سهار لمونځ وخت د سهار پنځه بجې اووه لس دقيقې و او په دوهمه نيټه پنځه بجې پنځلس دقيقې و. بيا ورځ په ورځ دوې دقيقې کميږي. دغه ليست اسان دی. "
د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس دوولسمې دورې ملي کميټې لومړی غونډه د مارچ په درېيمه نېټه پرانيستل شوې ده. د غونډې په موده کې چن ګوانګ يوان امام له نورو مسلمانانو سره يو ځای هره ورځ پنځه وخته لمونځونه کوي.
(امام چن ګوانګ يوان د لمونځ کولو وخت ليست د کتلو په حال کی عکس زرينه)
(د کوټې په لويديځ ديوال د لمونځ لوری ښودل شوی دی عکس زرينه)
نن ورځ امام چن ګوانګ يوان د ماسپښين لمونځ له ادا کولو وروسته د هستوګنځای اسلامي رېستورانټ ته ولاړ. د دغه رېستورانټ پر دېوالونو باندی رنګارنګ غالۍ ځای پر ځای ځوړندې شوې چې اسلامي سبک يې له ورايه ښکاري. د رېستورانټ منيجر ښاغلی ګای جينګ مين چې په سر يې يوه سپينه خولۍ هم ده، د دوي د هرکلي لپاره ولاړ دی.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |