CRI Online

د سمون د هراړخيزې ژورتيا لايحې او د اقتصادي نظام د اصلاحاتو په هکله

cri     (GMT+08:00) 2013-11-15 16:41:16

د نوامبر په ١٢مه نېټه د چين د کمونېست ګوند د اتلسمې دورې مرکزي کميټې دريمه عمومي غونډه پای ته ورسيده.په غونډه کې حاضرينو د چين د مرکزي کميټې د سياسي بيورو په سپارښتنه د چين د ګوند د عمومي منشي شي جين پينګ له خوا د وړاندې شوی کاري راپوټ واوريد او بحث يې وکړ او د سمون د هر اړخيزې ژورتيا په اړوند د ځينو سترو مسئلو په هکله د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې پرېکړه يې تصويب کړه.د چين د کمونېست ګوند د مرکزي پوهنتون د نړيوالې ستراتيژۍ د څېړنيز انستيتيوټ مرستيال جو تيان يوانګ د دغې غونډې په هکله داسې څرګند کړ.

د سمون هر اړخيزې ژورتيا د لايحې د يادونې په ترڅ کې هغه وويل چې دغه لايحه دری د پاملرنې وړ ټکي لري او پکې دری نور ستونزمن ټکي هم وړاندی شوي دي. لومړی دا يو هر اړخيزه ، عمومی او همغږی لرونکی لايحه ده، دوهم دغه لايحه د اوږدې مودې لپاره اجرا کيږي، دريم بايد د اوسني پيچلي حالت په وړاندې د اصلاحاتو د ژورتيا لپاره غوره لارې چارې ولټول شي.

د اصلاحاتو د همغږۍ په بهير کې د ستونزو په هکله ښاغلي جو وويل چې لومړنی ستونزه د اصلاحاتو په وړاندې ځينی خنډونه دي .د بېلګي په توګه د ګوند عمومي منشي او صدراعظم په ډېرو ځايونو کې څو څو ځله ويلی وو چې د اصلاحاتو د ګټو په اړه ځينی خنډونه بايد ليری شي.دوهمه ستونزه دا ده چې په لوړه کچه اصلاحات بايد له ځينو نړيوالو نظامونو سره برابر شي .دريمه ستونزه د اصلاحاتو په هکله د وګړو د تفکر طرز بايد بدل شي.

د اقتصادي نظام د اصلاحاتو د يادونې په ترڅ کې جو تيان يوانګ دی ته اشاره وکړه چې په دې برخه کې کليدي ټکی د حکومت او بازار ترمنځ د اړيکو همغږی ده تر څو بازار نوره هم ښه رول ولوبوي. هغه زياته کړه چې لومړی په دولتي اقتصاد کې د حياتي ځواک غښتليتوب پخوا نه ذکر شوی، دوهم په پرېکړه کې د غير دولتي اقتصاد د خوځنده ځواک راوپارول ياد شوي دي .دريم هغه نظام هم ياد شوی چې په دولتي اقتصاد کې غير دولتي ونډې زياتيږي.سربېره پردې په دې غونډه کې په کليو او ښارونو کې د سوداګريزو ځمکو د کارولو واحد بازار د جوړولو، بهر ته د دروازې نور خلاصون سيستم د بشپړولو په هکله محتويات هم ډېر مهم دي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای