CRI Online

د هيلې تخم په چين کې غوټۍ کوي.

cri     (GMT+08:00) 2014-02-24 20:42:57

 

چين او افغانستان دوه لرغونی هېوادونه دي او وريښمو کاره د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوستۍ يوه نښه ده. په ١٩٥٥ کال کې د چين او افغانستان ترمنځ رسمي اړيکې ټينګې شوې دې، نو د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګريز تګ راتګ پياوړی شوی دی. ورپسی د ډېرو کلونو په بهير کې يوازی په ١٩٧٩ کال کې پر افغانستان د شوروی اتحاد د تيري له امله د چين او افغانستان ترمنځ سوداګريز تګ راتګ او اقتصادي او تخنيکی همکاری تر يوې اندازې پوری زيانمنې شوې وي. د ٢٠٠١ کال په ديسمبر کې د افغانستان د نوی حکومت له جوړيدو وروسته د دواړو هيوادونو ترمنځ تجارتی او اقتصادی تګ راتګ يو ځل بيا فعال شوی دی. چين د يو مسؤلانه هېواد په توګه له افغانستان سره خپلې ژمنې پوره کړې او کوي يی. د ٢٠٠٢ کال په جنورۍ کې د چين حکومت ژمنه کړې چې په راتلونکو پنځو کلونو کې افغانستان ته ١٥٠ مليونه امريکايی ډالره مرسته برابره کړي چې نيمه برخه يې وړيا مرستندويه نغدي مرسته ده او بله نيمه برخه يې امتيازی پورونه دی. د دې ترڅنګ د چين په مټ د افغانستان په بېلابېلو ځانونو کې د اوبو لګولو پروژې او روغتون هم جوړ شوي او ډول ډول مالونه برابر او د کارکوونکو روزنې هم ترسره شوې دي. اوس چين د افغانستان لومړی لوی پانګوال هېواد دی. په ٢٠٠٧ کال کې يو چينی شرکت د افغانستان د عينکو مسو کان د استخراج اجازه ترلاسه کړه چې عمومی پانګې به يی دری مليارد پنځه سوه مليونه امريکايی ډالره وي. د ابتدايی شميرنې له مخې د ٢٠٠٨ کال تر پايه پوری د چين او افغانستان ترمنځ د لاسليک شويو تړونونو عمومی ارزښت دری سوه مليونه امريکايی ډالرو ته رسيدلی و چې د ژوند له بېلابېلو برخو سره تړاو لري. په وروستيو کلونو کې ډېر افغانان د تجارت او زده کړې لپاره چين ته ورغلي دي. د ٢٠٠٦ کال د جون په مياشت کې چين ته د افغانستان د ولسمشر حامد کرزي د سفر په مهال چين اعلان وکړ چې هر کال ديرشو افغانی محصلينو ته حکومتي سګالړشپ برابر کړي. د ٢٠١٠ کال په مارچ مياشت کې چين ته د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د سفر په ترڅ کې ، چين پريکړه کړې ده چې هر کال لسو افغان زده کوونکو ته هغه فرصت ورکوي چې د زده کړې لپاره چين ته ولاړ شي. د دې ترڅنګ د ٢٠٠٨ کال په جنورۍ کې په کابل پوهنتون کې د کنفوسيوس پوهنځی جوړ شوی دی. په هغه وخت کې په چين کې د افغانستان لوی سفير بهين په دې اړه وويل، (اواز)

بکتاش کارګر د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ له پروژې څخه فرصت تر لاسه کړی چې د زده کړې لپاره چين ته لاړل. بکتاش کارګر د چين د ژبو پوهنتون د نړيوال سياست په څانګه کې د ماسټرۍ په کچه د درېيم ټولګي زده کوونکی دی او چيني نوم يې بای يونګ شنګ دی. بکتاش کارګر په ١٩٨٦ کال کې د افغانستان د پلازمينې کابل په يوه نيکمرغه لويه کورنۍ کې زېږېدلی. په هغه وخت کې د ده کورنۍ شتمنه وه. خو د جګړې د پيل له امله د خپلې کورنۍ ټول غړي يې په کډه پاکستان ته لاړل. هغه هم د بيوزليتوب له امله له زده کړې څخه بې برخې شو. خو هغه هيڅکله د زده کړې فرصت له لاسه ور نه کړ چې په پايله کې يې اتو کلونو لپاره هغه درسونه بشپړکړي دي چې نور زده کوونکی يې په دوولسو کلونو کې ترسره کېدای شي. د دې ترڅنګ بکتاش له دري او پښتو ژبو پرته له نورو شپږو ژبو سره هم اشنا دی. په ٢٠٠٥ کال کې بکتاش کارګر په کابل کې له منځني ښوونځي څخه فارغ شو او د ښو نمرو په ګټلو سره يې په چين کې د زده کړې فرصت تر لاسه کړ. ده وويل، ( اواز٤)

نورو هېوادونو ته د زده کړې فرصت مې تر لاسه کړ او په هغه وخت کې د چين په شمول څو نور هيوادونه مې هم انتخاب کولی شول، ما بې له شکه چين غوره کړ ځکه چې زما پلار يو ليکوال دی، هغه د تاريخ په اړه زيات کتابونه ليکلي دي او له چين سره هم ډېره علاقه او ليوالتيا لری. نو دده د هڅونې له کبله چين ته راغلی يم. زما عمده تخصص نړيوال سياست دی. په چين کې لا زيات معلومات لاسته راوړل شم. د دې ترڅنګ، پخوا په چين کې افغان زده کوونکي لږ وو، نو زه چين انتخابوم. ځکه چې د ماشومتوب په وخت کې مې د زده کړې فرصت له لاسه ورکړی و، نو دې فرصت ته په ډېره درنه سترګه ګورم.

اوس بکتاش کارګر د چين له ژوند سره ښه مناسب دی او له چين سره ډېره مينه لري. ده وويل، ( اواز)

بېجينګ د چين د سياسي او کولتوري مرکز په توګه بکتاش ته د ځان ښودلو لا زيات فرصتونه برابرکړي دي. په دې ځای کې يې د لومړی ځل لپاره د افغانستان له ولسمشر حامد کرزي سره د کتلو وياړ هم واخيست. ( اواز٨)

د ٢٠١٢ کال په جون کې ولسمشر حامد کرزي د شانګهاي د همکارۍ سازمان په سرمشريزه غونډه کې د ګډون لپاره بېجينګ ته راغی او په بېجينګ پوهنتون کې يې د افغانستان د حالاتو او د افغانستان او چين ترمنځ د ستراتيژۍ په عنوان يوه وينا وکړه. بکتاش د افغان زده کوونکو د استازي په توګه دده وينا واورېدله او د غونډې د پاي ته رسېدو وروسته يې له ولسمشر څخه پوښتنه وکړه. د هغه وخت د حالت د يادونې په وخت کې بکتاش کارګر وويل، ( اواز٩)

زما په ياد دی چې له ولسمشر حامد کرزي سره مې د عکس اخيستلو په وخت کې نوموړي دا پوښتنه راڅخه وکړه چې ښوونکي درته په چيني ژبه او يا هم په انګليسي ژبه درس لولي. ځواب مې ورکړ چې په چيني ژبه. هغه ډېر خوشحاله و او زموږ هڅونه يې وکړه چې په چيني ژبه ښه زده کړه وکړئ. په افغانستان کې زيات دوستان کله کله راڅخه د چين په اړه پوښتنې وکړې. په عين وخت کې په چين کې زيات دوستان هم د افغانستان په اړه پوښتنې وکړې.دغسې پوښتنې ډېرې ساده دي. نو فکر کوم چې د افغانستان او چين ترمنځ اړېکې دوه زره کاله مخکې پيل شوی دی او د ورېښمو لارې راپدېخوا ټينګې شوي دي. پوښتنه دا ده چې موږ ولی د خپل ګاونډي هېواد چين په هکله دومره کم مالومات لرو ؟ نو دا هيله لرم چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د لا نژدې کېدو لپاره هڅه وکړم.

له دې نه وروسته بکتاش کارګر په فارغ وخت کې د افغان زده کوونکو د استازي په توګه د بهرنيو زده کوونکو ترمنځ د اړيکو د ټنيګولو په بېلا بېلو فعاليتونو کې ګډون وکړ ، د داوطلب په توګه يې په وړکتون کې کار وکړ او د لوبغاړي په توګه يې په ټلېويزيوني خپرونو کې حاضر و. که څه هم هغه د زياتو بڼو په توګه په بيلا بيلو فعاليتونو کې ګډون کوي، خو د افغانستان او چين ترمنځ د اړيکو د ټينګولو د استازي په توګه حيثيت يې نه بدلېږي. د ده د زيارونو له امله لا زياتو چينايانو د افغانستان په اړه معلومات تر لاسه کړي دي. د بېجينګ د ژبو پوهنتون ښوونکې سونګ جينګ ژوی وويل، ( اواز١٠)

پخوا مې له افغان سره هيڅ اړېکې نه لرلې. د افغانستان په اړه ټول معلومات مې له ټلويزيون څخه لاسته راوړي دي. بکتاش کارګر په رښتيا د غوره افغان زده کوونکو د استازي په توګه چينايانو ته يو واقعي افغانستان راښودلی دی. زيات چيني او بهرني زده کوونکي له بکتاش څخه د افغانستان په باره کې معلومات تر لاسه کوي. رښتيا ده چې افغانستان يو ښکلی او غني هېواد دی او د افغانستان وګړي زحمتکښ، مهربان او نيک خويه وګړي دي. د بکتاش د کوښښونو له امله افغانستان زموږ په زړونو کې ژوره او ښکلۍ خاطره ايښې ده.

راتلونکی کال به بکتاش کارګر د ماسټرۍ درجه لاس ته راوړي. هغه پلان لري چې په چين کې د افغانستان په سفارت کې د يو ډيپلومات په توګه کار وکړي. د دغه خوب د پوره کولو په هکله يې د تېر کال له سپتمبر څخه په دغه سفارت کې د ستاژر په توګه په کار پيل وکړ.

د بکتاش کارګر قصه په چين کې د زرګونو افغانانو د ژوند يوه نښه ده. د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکيو د ټينګېدو سره سم، لا زيات افغانان په چين کې کار او زده کړه کوي. د دوې د کښښونو لخوا به د دواړو هېوادونو ترمنځ همکاري نوی مرحلې ته پياوړی شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای