په افغانستان کې ښاغلی جانګ مين
见证1
|
د ١٩٥٩ کال په دېسمبر کې يو شمېر ځوانانو د افغانستان د مالوماتو او ژبو د زده کولو لپاره کابل ته ورسېدل. جانګ مين او يو تي ګن په هغه وخت کې ټينګ هوډ وکړ چې د چين او افغانستان د دوستۍ او تګ راتګ د ژروتيا لپاره کوښښ وکړي.
په افغانستان کې د زده کړې دری کلونه زما په خاطرو کې ژور اثر کړی دی. د افغانستان ښوونکو او زده کوونکو په تودو احساساتو راسره مرسته وکړه. دوی هميشه د زده کړې په بهېر کې زموږ ستونزې ليرې کړې. په يو کال کې مو له افغان محصلينو سره يو ځای د څيړنې په هکله د افغانستان شمالې برخې ته سفر وکړ. په هغه وخت کې افغانستان يو سوله ييز او ارام هېواد و او خلک يې ډېر زحمتکښ وو.
له کابل پوهنتون څخه له فارغېدو وروسته ښاغلي جانګ او يو په ګډه په افغانستان کې د چين په سفارت کې کار کاوه. د تېرۍ پيړۍ په شپېتمه لسيزه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ لوړ پوړی تګ راتګ ډېر زيات شوی دی.
د ١٩٧٩ کال په ډېسمبر کې پخوانی شوروی اتحاد په افغانستان په تېری کولو پيل وکړ. له دې نه وروسته د افغانستان کورنی جګړه رامنځته شوه او لسکونو کلونو لا تر اوسه دوام لري. د ١٩٩٣ کال په فبرورۍ کې د ډيپلوماټانو د امنيت ساتنې لپاره د چين حکومت په افغانستان کې خپل سفارت وتړلو. ښاغلي جانګ مين وويل
کله چې جګړه رامنځته شوه، ښاغلي يو په دې نسبت انديښمن و چې جګړه به د افغانستان کولتور ته زيانونه ورسوي.
په هغه وخت کې له دې امله اندېښمن وم چې د جګړې له امله د کابل په موزيم کې تاريخي اثار به ويجاړ او ورک شي. ځکه چې په افغانستان کې د کارونو په موده کې مې څو څو ځله د کابل له موزيم څخه ليدنې کړې وې. په دغه موزيم کې زيات تاريخي اثار شته و چې د نړۍ په مادی کولتور کې د يوې ډېرې مهمې برخې په توګه ګڼل کېدل.
د ٢٠٠١ کال په ډېسمبر کې ښاغلي جانګ مين د چين د کاري ډلې په مشرۍ بېرته افغانستان ته ولاړ . هغه د افغانستان د لنډ مهالي حکومت د جوړېدو په مراسمو کې ګډون درلود او ولسمشر حامد کرزي ته يې د چين د حکومت د مبارکی پيغام وړاندې کړ.
اوس دغه دواړه ښاغلي تقاعد شوي. خو دوی په پر له پسې توګه په چين کې د افغانستان کولتور د خپرونې او د پښتو ژبې د ورزده کولو لپاره خپلو کوښښونو ته دوام ورکوي.
ښاغلي يو د ناروغۍ له امله په پوهنتون کې د ښوونکي په توګه کار ونه کړ. خو هغه د افغانستان په اړه څو کتابونه ليکلي دي.
په ١٩٩٨ کال کې له تقاعد کېدو نه وروسته مې تل افغانستان ته پاملرنه کوله. بر سېره پردې مې د افغانستان د خاطرو په اړه يو شمېر ليکنې او د افغانستان د کولتور، ټولنې او تاريخ په اړه اته کتابونه ليکلي دي. په ٢٠٠٩ کال کې مې د دې لپاره خپل ويبلاګ په رسمي توګه پيل کړ. په تېر نيم کال کې مې پنځوس او شپيته ليکنې ليکلی دی چې چينايانو ته مې پکې د افغانستان خلکو، تاريخ او اوسني حالاتو په اړه مالومات وړاندې کړي دي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |