CRI Online

حامد کرزي: راتلونکی افغان ولسمشر بايد د چين سره اړيکې پياوړې کړي.

cri     (GMT+08:00) 2014-05-20 11:33:52

د افغانستان ټايمز انګليسي ورځپاڼې د خبر له مخې، د افغانستان ولسمشر حامد کرزي وييلي دي، چې د افغانستان راتلونکی حکومت دې نه يوازې د چين سره دوستانه اړيکي وساتي، بلکې د خپلمنځيو دوه اړخيزو اړيکو د لا توانيدو لپاره دې هم هلې ځلې وکړي.

دچين نړيواله راډيو د پښتوڅانګې سره د دوشنبې په ورځ په يوه مرکه کې ښاغلي کرزي وويل: د دوه اړخيزو همکاريو پياوړتيا، د افغانستان اوچين دواړو هيوادونو لپاره ګټوره ده. دواړه هيوادونه دوستانه اړيکې لري او په راتلونکې کې دغه اړيکې بايد، د ژوند نوروساحو لکه سياست، امنيت، اقتصاد، کلتور او سوداګرۍ ته هم پراخې شي.

د اسيا د متقابل باور او همکارۍ مجلس سرمشريزې غونډې (سي ايي سي ای) په هکله، د افغانستان ولسمشر وويل چې دغه غونډه به د اسيا د هيوادونو ترمنځ په بيلابيلوساحو کې مرستې نورې هم پياوړې کړي. هغه وويل: چين د دغه غونډې د کوربه هيواد په توګه، داسيا په هيوادونو کې امنيت او ارامتيا راوستو لپاره په کوششونو کې بوخت دی. په دغه غونډه کې به د ترهګرۍ پرضد د مبارزې له پرته، د د ې براعظم اقتصادي پرمختګ ته هم پاملرنه وشي.

د يوې پوښتنې په ځواب کې کرزي وويل: د وريښمود لارې د بيا رغونې اوکارولو لپاره، کابل د چين د کړنو مرسته کړې ده. افغانستان د لرغونې وريښمو لارې اصلي مرکز و.د دغې لارې بيا تقويه کول د افغانستان، چين او د سيمې د نوروهيوادونود لويوګټو سره سمون لري.

د کابل او واشنګټن ترمنځ د اړيکوپه هکله، د يو سوال په ځواب کې هغه وويل: افغانستان له امريکا سره د دوستۍ اړيکې غواړي، خو بايد دغه اړيکې، د داړو هيوادونوګډې ګټې پلي کړي. د امريکا سره همکارې دې د افغانستان سلامتي او امنيت يقيني کړي او د دغه هيواد څخه ترهګري او زورزياتی له منځه يوسي.سيمه دې د کابل او واشنګټن ترمنځ د امنيت د تړون په هکله، هر رنګ شکونه او وسوسې ليري کړي.ښاغلی کرزي د اسيا د متقابل باور او همکارۍ مجلس په سرمشريزه غونډه کې له ګډون لپاره تيره ورځ چين ته د څلورو ورځو په سفر راورسيد .

د خبر سرچينه: http://www.afghanistantimes.af/news_details.php?id=7236

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای