CRI Online

له ولسمشر حامد کرزي سره ځانګړې مرکه

cri     (GMT+08:00) 2015-01-16 21:12:23

د اسيا د متقابل همکارۍ او باور مجلس څلورمه سرمشريزه غونډه د مۍ په شلمه نېټه د چين په شانګهای ښار کې شروع کېږي. دغه غونډه به د اسيا د امنيت په باب يو څواړخيز فورم دی. چين به د دغه مجلس د جوړونکي غړي په توګه له ٢٠١٤ کال نه تر ٢٠١٦ کال پورې د دغه مجلس د رئيسه هېواد دنده پر غاړه واخلي. د ٤٦ هېوادونو او نړيوالو سازمانونو مشران، مسؤلين او استازي به پکې برخه واخلي.

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د مۍ د اتلسمې نېټې په شپه شانګهای ته ورسېد او په ياده غونډه کې به برخه واخلي. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د مۍ په ١٩ نېټه په شانګهای کې له ولسمشر حامد کرزي سره وکتل. او دواړو خواوو د دوه اړخيزو اړيکو او د ګډو علاقو وړ سيمه ييزو او نړيوالو مسلو په اړه د نظريو ژورې تبادلې وکړې.

ولسمشر حامد کرزي په همدې ورځ زموږ د راډيو له خبريال احمد زلمی سره يوه ځانګړې مرکه وکړه. نو په نننۍ کړۍ کې به د دغې مرکې په اړه معلومات واورئ.

د مرکې انځورونه>>>

 

 

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای