CRI Online

د چه هونګ څای او پښتو چيني قاموس ترمنځ کیسه

cri     (GMT+08:00) 2015-01-20 10:41:38

پښتو چيني قاموس

ښاغلی چه هونګ څای په ۱۹۳۶کال کې زېږېدلی او له ۱۹۵۹ کال څخه تر ۱۹۶۳کال پورې يې په کابل پوهنتون کې د پښتو ژبې زده کړه کړې. په ۱۹۷۸ کال کې ښاغلي چه د پښتو چيني قاموس د تأليف کارونه پيل کړل. له نېکمرغه دا قاموس اوس تر اوږدو او سختو کارونو وروسته په ښکلې بڼه په چين کې تازه چاپ شو. ټولو ته د پښتو چينايی قاموس مبارکي وايم.

د ۲۰۱۵ کال د جنورۍ په څوارلسمه نېټه په بېجينګ کې د سږني ژمي لومړۍ واوره واورېده. د چينايانو په کلتور کې واوره د ښه زيري نښه ده. په همدې ورځ د استاذ چه هونګ څای کوچنی کور له خوښيو ډک و او په کور کې يې څو ځانګړي مېلمانه لرل. 

د چين د تجارتي چاپ مطبعه چې په چين کې د چاپ برخه کې اوږد تاريخ او مشهور نوم لري، کارکوونکيو، استاذ چه ته د پښتو چيني تازه چاپ شوي قاموس څو ټوکه د تازه ګلانو له يوې ګېډۍ سره وړاندې کړل. هغه نه يوازې د دغه قاموس ليکوال، بلکې لومړی ليدونکی او لوستونکی هم دی.

څرنګه چې قاموس په ځانګړی طيلايي رنګه بڼه جوړ شوی نو ځکه د دغه مرکز کارکوونکيو د دې قاموس په لاس کې نيولو او ښې ساتنې لپاره ځانګړي سپين رنګه څو جوړه دستکښونه هم را وړي وو، تر څو په کتاب د ګوتو خاپونه پاتې نشي، له دې څخه څرګندېږي چې مطبعه دغه قاموس ته په ډېره درنه سترګه ګوري. خو نهه اويا کلن استاذ چه لکه ماشوم چې په مينه غېږ کې نيسي په موسکا او له خوښۍ قاموس په غېږ کې ونيو، د دستکښونو په نه لاس کولو سره يې په بيړه او هيجان قاموس پرانيست.

استاذ چه هونګ څای په خوشحالیو سره دغه قاموس پرانيزي.

استاذ چه او مېرمن يې په خوشحاليو سره قاموس وکوت او داسې يې وويل:

 

ډېره خوشحاله يم! هغه هيڅکله د اوسمهال په شان هيجاني نه وه شوې.

د دوی دواړو په لاسونو کې يو ښکلی طلايي رنګ قاموس نيولی و چې په تور رنګه کاغذي ډبيو کې بند و. د دغه قاموس بېلابېلو برخو جوړښت څخه د مطبعې ښه د کيفيت، مسلکيتوب، رښتينولي رويه او کار له ورايه ليدل کېدل.

په قاموس کې کارول شوي کاغذونه او د چاپ تخنيکونه يې ډېر عالي او غوره دي. دغه طباعتي فابريکه په چين کې تر ټولو ډېره ښه او مشهوره ده چې د قرانکريم د چاپ چارې هم دا طباعتي فابريکه ترسره کوي. د لوړې تېکنالوژي لرونکې او کارکوونکي يې د ښه استعدادونو او پوهې لرونکي دي.

په همدې ورځ، د استاذ چه څو تنو زده کوونکو د قاموس د چاپېدو خوشالۍ او مبارکۍ په مقصد د ده کور ته ورغلي وو، دوی هم غوښتل تر نورو لومړی پخپله دغه مهم قاموس وګوري. مېرمن ياسمين چې د دغه قاموس د لغتونو او کلمو د ټايپ په چارو کې يې مرسته کړې وه، سترګې له اوښکو ډکې شوې او په ډېره خوشحاله سره يې وويل،

ډېره خوشحاله يم. پوهېږم چې چه صاحب د دغه قاموس د تأليف او چاپ لپاره دومره زيات کوښښونه کړي دي. له چه صاحب نه بښنه وغواړم، ځکه چې زما خدمت د قاموس په چارو کې دومره زيات نه وو.

په دې وخت کې د استاذ چه مېرمن شيوه پينګ په غېږ کې دغه قاموس ونيو او څو څو ځله يې پر قاموس لاس تېر او ښکل کړ، هغې د دغه قاموس د تأليف او کار په بهير کې ټولې ستونزې له نژدې ليدلي او احساس کړې دي. د تېرې پيړۍ په اوومه او اتمه ليسزه کې کمپيوټر نه وو. ليکولانو به پر کاغذي کارډونو باندې اړوند معلومات ليکل. ښاغلي چه د دغه قاموس د تأليف کولو لپاره پر يو لک کاغذي کارډونو پنځوس زره لغتونه او معناوې وليکلې. خو د کار په بهير کې دغه کارډونه څو څو ځله ورک او خراب شوي دي. ځکه نورو ته دا پته نه وه او پر دې نه پوهېدل چې دا کارډونه څومره او څه ارزښت لري، نو هغوی په ښه توګه د دغو کارډونو ساتنه نه کوله. د بېلګې په توګه يوه ورځ چې د استاذ چه د دفتر رنګ او ترميم کارونه ترسره کېدل، دغه کارډونه د کارکوونکو لخوا د ودانۍ بهر غورځول شوي و، هغه چې کله دا حالت وليد خورا خواشينی او خپه شو، له مېرمنې سره يې په ګډه بيرون د کارډونو پلټنه کوله او له خځلو يې يې يو يو کارډ راټولاوه او دوباره زېرمه او ساتل. مېرمن شيوه وويل، 

په دې کې زيات کالونه تېر شول او هغه وخت مو ښه احساس نه درلود، چې کاغذي کارډونه ورک او غورځول شوي وو. هغه وخت مې فکر نه کاوه چې دغه قاموس به بشپړ او بيا چاپ شي. اوس موږ بريالي شوو ښه پايله مو تر لاسه کړه، که څه هم شپږ دېرش کالونه تېر شول خو ښکلی او په لوړ معيار برابر قاموس چاپ شو.

ښاغلی چه او مېرمن يې د قاموس په غېږ کې نيسي.

په ۱۹۷۵ کال کې د چين تجارتي چاپ مرکز د دولت د حکم سره سم د پښتو چيني قاموس د چاپ لپارچمتوالی وښود. هغه داسې وخت وو چې په چين کې لږ کسان په پښتو ژبه پوهېدل. نو تر ۱۹۷۸م

 

کاله پورې له ښاغلي چه سره ياد مرکز په همدې اړه په تماس کې وو په همدې وخت کې ښاغلي چه د چين نړيوالې راډيو په پښتو څانګه کې کار کاوه. هغه له ځنډ پرته دغه دنده ومنله او په کار يې پيل وکړ. ده وويل: 

کله چې مې په افغانستان کې په پښتو ژبه زده کړه کوله، يو شعار مې د ځان لپاره انتخاب کړی و داسې: ځوانان دې د سترو برياليتوبونو د تر لاسه کولو لپاره، خپلو موخو ته د رسېدو او د بشري پرمختګ لپاره هڅې وکړي. وطن ته خدمت کول زما موخه ده. کله چې مې دغه دنده پر غاړه واخيستله، پوهېدم چې دا زما عمري موخه ده. خامخا به دغه قاموس بشپړوم او چاپوم، ځکه چې دا به د هېواد او ځوانانو لپاره ګټور وي. دغه شعار هم دا مانا لري. نو دا زما په زړه کې همېشه دې موخې خوځنده ځواک جوړاوه.

د قاموس تأليف ساده دنده نه ده. څرنګه چې استاذ چه د چين د مطبوعاتو نشراتو پوهنتون کې د پښتو ژبې څانګه کې د د تدريس دنده او د پوهنځي اداره او نورې دندې هم مهاله په غاړه درلودلې، نو هغه يوازې په فارغ وخت کې پر قاموس کار کولو ته وخت درلود. د ستونزو د يادونې په وخت کې ده وويل: 

تر ټولو لويه ستونزه زما پر وړاندې د وخت کموالی و. ځکه نور کارونه هم زيات و، نو په ارامه توګه او د قاموس کارونو لپاره کافي وخت نه و. يوازې په څلورو کلونو کې چې پوهنځي کې مې نور کارونه نه درلودل په جدي توګه د قاموس د تأليف کارونه ښه ترسره کړل. په دغو څلورو کلونو کې مې يو لک کاغذي کارډونه جوړ کړل.

د څلورو کلونو وروسته، ښاغلي چه د پوهنځي د حکم سره سم له لېرې د درس او لېکچر ورکولو يعنې د ټلويزيون له لارې زده کوونکو ته د درس ورکولو په کار پيل وکړ. د قاموس د تأليف کار يو ځل بيا له ځنډ سره مخ شو. له دې وروسته له شلو نه په زياتو کلونو موده کې نورې دندې ترسره کړلې، مثلاً د ډيپلومات په توګه په وار سره په پاکستان او افغانستان کې يې کار وکړ او له تقاعد کېدو وروسته يې بيا د پښتو ژبې د ښوونکي دنده پر غاړه واخيستله. په ۲۰۰۹ کال کې د پښتو ژبې ښوونکي دنده پای ته ورسېده، نو دوه اويا کلن ښاغلي چه بيا د قاموس د تأليف کارونه پيل کړل. ده وويل: 

پخوا زما خوی تند و، خو د قاموس د تأليف کولو په بهير کې زما خوی بدل شو. د ۲۰۰۹ کال وروسته مې لږ خبرې کولې، هره ورځ به د قاموس د تأليف په کارونو بوخت وم او له دې امله په غوږونو دروند شوم. همېشه به مې د ډوډۍ خوړل له ياده وتل او له دې امله په کور کې مې دوه ديګونه خراب شول.

د ۲۰۱۲کال په پيل کې د دغه قاموس لپاره د لغتونو د ترجمه کولو او لټولو کار پای ته ورسېد. ښاغلي چه يو ځل بيا د چين د تجارتي چاپ له مرکز سره اړيکې ونيولې او د قاموس چاپ د دغه مرکز لخوا ومنل او تائيد شو. په دې وسيله د دغه قاموس د چاپ کار وروستي پړاو ته ورسېد.

په ۲۰۱۴ کال کې د استاذ چه کيسه يو ځل بيا تازه او د ټولو د پام وړ شوه او د ده په هکله په چين کې مشهورې مجلې چې شختصيت نومېده، لومړی په رسمي توګه د ده هکله کيسه خپره کړه. ورپسې له شلو نه زياتو خبري رسنيو دغه کيسه واخيستله او خپره کړه. استاذ چه په دې وسيله زيات شهرت پيدا کړ، خو هغه ډېر ارام شخص دی او شهرت يې نه خوښيږي. ده وويل: 

خبريالانو ته به مې همېشه ويل، چې زه هغه شان سړی نه يم چې سپين سترګی وي، نوی يې شتمني، قدرت او شهرت پيدا کړی وي. په تېرو ۳۶ کلونو کې مې ګام په ګام دغه قاموس د تأليف کارونه کړي دي. نو د قاموس چاپ زما يوه حتمي موخه وه. اوس مې فکر ارام دی. زما په اند يوازې خپل کار مې کړی دی. دومره ستره چاره مې نه ده کړې.

د معلوماتو له مخې، د استاذ چه لخوا تأليف شوي قاموس اوس په نړۍ کې د پښتو چيني لومړی رسمي په معيار برابر قاموس دی، چې له پنځوسو زرو نه زيات لغتونه او کلمې لرونکی دی او څه باندې دوه مليونه او دری لکه توري لري. دغه قاموس به په چين او افغانستان کې د هغو کسانو لپاره زيات ګټور وي چې پښتو او چيني ژبې زده کول غواړي او يا په دغو دوه ژبو کار کوي. اوسمهال دغه قاموس په انټرنيټي پلورنځيو کې هم پلورل کېږي او د زياتو مينوالو پاملرنه جلب کړې. د دغه مرکز کارکوونکې وويل: 

زموږ په انټرنيټي پلورنځي کې د دغه قاموس پلورل پيل شوي دي. لومړۍ ورځ يو وپلورل شو. زياتو کسانو راسره ټليفوني خبرې کړي او د قاموس په هکله يې پوښتنې وکړې چې کله به يې پلورل پيل شي، بيه يې څو ده. دوی غواړي ويې پيري.

نه يوازې په چين کې، بلکې په افغانستان کې د استاذ چه کيسه د ډېرو افغانانو د پام وړ ده. له دې امله، هغه به د افغانستان حکومت په بلنه د چين او افغانستان ترمنځ د ديپلوماتيکو اړيکو تأسيس شپيتمې کاليزې پر مهال د افغانستان ولسمشر جلالتمأب محمد اشرف غني په رسمي بلنه کابل ته ولاړ شي، د نمانځنې په مراسمو کې به ګډون وکړي او د افغانستان د ولسمشر له خوا به ورته د عزت مډال ورکړل شي.

د مېلمنو له وتلو وروسته د استاذ چه کور بيا ارام شو. هغه له مېرمن شيوه سره يو ځای کابل ته د سفر لپاره چمتوالی نيسي. څو ورځې وروسته به دوی د الوتکې له لارې د کابل په لوري حرکت وکړي. دغه قاموس به د دواړو هېوادونو ترمنځ د شپيتمې کاليزې د نمانځنې په مناسبت د ډالۍ په توګه ولسمشر محمد اشرف غني ته وړاندې شي.

ښاغلی چه، د ده مېرمن او د سي ار ای راډيو د پښټو څانګې له کارکوونکو سره عکس اخلي. 

ګرانو دوستانو، د دغې مرکې مخکې مو پر برېښناپاڼې او face book د ښاغلي چه کيسه خپره کړې وه زياتو کتونکو او خوښوونکيو له ښاغلي چه څخه پوښتنې کړي دي. چه صاحب به پخپله دغو پوښتنو ته ځوابونه ورکړي.

کتونکی احسان الله توتاحيل پوښتنه کړې، چې تاسو په کوم وخت، په کوم ځای کې پښتو ژبه زده کړه ؟

د کتونکي کامران تسل پوښتنه دا ده، تاسو په ۳۶ کلونو کې يو ستر کار وکړ، ولې دې کار دومره زيات وخت ونيو؟

کتونکي امان الله اشنا دا پوښتنه کړې، چې کله تاسې لومړی ځل، خپل چاپ شوی قاموس وليد، څه احساس مو درلود؟


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای