د مارچ د ٦مې نېټې په سهار ٦ او نيمو بجو، د ملي ولسي کانګرس د شان شي ولايت استازې سون وې د تيارۍ په حال کې.
استازې سون وې د ښکلې څېرې له امله په انترنيټ کې ډېر شهرت موندلی، خو هغې وويل، زه هيله لري چې خلک د دوه ملي مجلسونو په موده کې زما له خوا وړاندې شويو وړانديزونو ته پاملرنه ورکړي، نه زما څېرې ته.
د سون وې په وړانديز کې د پوهنتونو د زده کوونکو او فارغ شويو محصلينو له خوا د خپلو چارو د جوړولو مسئلې ته پاملرنه شوې. هغې په تېر نيم کال کې له اړوندو ارګانونو سره د شان شي او نورو څو ولايتونو د پوهنتونونو د ٣٣٧٤٤ زده کوونکو او ٥٣٥٧ تازه فارغ شويو محصلينو پلټنې وکړې، د پلټنو د نتيجې له مخې، د پوهنتونونو محصلين د خپلو چارو د جوړولو په بهير کې د حکومت مالي ملاتړ او د اجازې ورکولو د ګامونو کموالي ته شوقی دي.
د ډله ييز بحث له پای ته رسيدو وروسته له نورو استازو سره د نظريو د تبادلې په حال کې.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |