د چين او افغانستان د خبري رسنيو ګډ سمينار د ۲۰۱۵ م کال د سپتمبر په اوومه نېټه په بېجينګ کې ترسره شو. دغه سمينار په افغانستان کې د چين د سفارت، د چين نړيوالې راډيو د کارکوونکو د اداري څانګې او د پښتو څانګې په ګډه همکاريو جوړ شوی و. دغه سمينار د چين او افغانستان ترمنځ د رسمي اړيکو د ټينګېدو د شپيتمې کاليزې او د چين او افغانستان ترمنځ د دوستۍ او همکارۍ کال د لمانځنې په فعاليتونو کې يو دی. د چيني او افغان خبري رسنيو استازي په دغه سمينار کې د دواړو هېوادونو د خبري رسنيو پر تګ راتګ او په دغه تګ راتګ او راکړې ورکړې کې د عمده خبري رسنيو پر رول بحث او د نظرونو تبادله وکړه.
په چين کې د افغانستان لوی سفير ښاغلي محمد کبير فراهي، په چين کې د افغانستان سفارت لومړی سکرتر او د کولتوري چارو مسؤل ښاغلي بسم الله محمدي، په افغانستان کې د چين پخواني شارژدافېر او د چين د خبري رسنيو پوهنتون پروفيسر ښاغلي جانګ مين، د چين د خبري رسنيو پوهنتون پروفيسر ښاغلي چه هونګ څای، د چين نړيوالې راډيو د پښتو څانګې مشر ښاغلی احمد زلمی،په افغانستان کې د سينهوا اژانس پخوانۍ لومړۍ خبرياله اغلې لين جينګ، په افغانستان کې د سينهوا اژانس پخوانی لومړی خبريال ښاغلی چن شان، د چين د خبري رسنيو پوهنتون ښوونکې اغلې لي يوان، د افغانستان د خبري رسنيو استازي، د چين نړيوالې راډيو د پښتو څانګې د پخوانيو او اوسنيو کارکوونکو استازي، د چين نړيوالې راډيو د کارکوونکو د اداري څانګې استازي او د چين د خبري رسنيو پوهنتون د محصلينو استازي پکې ګډون کړی و.
په چين کې د افغانستان لوی سفير ښاغلي محمد کبير فراهي وينا کوي
ګډونکوونکي د چين نړيوالې راډيو د پښتو ژبې څانګې خپرونه ګوري
20150907
|
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |