CRI Online

د وریښمو تاریخي لارې پس منظر

cri     (GMT+08:00) 2017-05-14 21:13:40

لیکوال : ناصرخان شیرزی

په لرغونې نړۍ کي د هيوادونو تر منځ د اړیکو جوړیدل او دهغو اړیکو پایښت په زیاته پيمانه د سوداګرۍ او تجارتي لارو د پرانیستلو او ودې ورکولوچارو تر اغيزو لاندي پاته شویدې، په ځانګړې توګه هغه وخت چې د سوداګرۍ لپاره بحري لارې نه کارول کيدې او یا هم بحري لارې د ځمکنيو لارو په نسبت ډاډمنې نه وي، نو هغه وخت د هيوادونو تر منځ وچو ځمکنيو لارو زیات ارزښت درلود.

د همدې ارزښت او د همدې لارو د زیاتي ګټي اخستنې پر بنسټ یوشمیر وچو لارو نړیوال نوم وګټلو او هم یې د لارې پر سر پراته هيوادونه د شهرت لوړو پوړیو ته ورسول، چې د وریښمو لار یې یوه ستره بيلګه ده.

د وریښمولارې هغه وخت نړیوال ارزښت تر لاسه کړ چې مقدوني تاجر (( تيتونياس)) د لومړي ځل لپاره د ختیځ او لویدیځ ترمنځ د دې لارې څخه په ګټه اخیستنه بریالی شو، نوموړې سوداګر د شام ( اوسنۍ سوریه ) په حوزه کي د روم او چين تر منځ د سوداګریزو اړیکو د پراختيا په هيله په برایت، سيدون، تایر او انتيچ کي تجارتي مرکزونه پرانيستل او ددې لارې څخه یې په ګټه اخستنې سره وکړای شول چې د ختیځ او لویدیځ تجارتي اړیکې جوړې کړي.

همداشان ددې لارې څخه به په ختیځ کې هندي ادویه جات او چيني وریښمين ټوکران د لویدیځو هيوادونو لپاره د نورو تجارتي مالونو تر منځ دزیات ارزښت او پاملرنې وړ وه.

د سوداګرۍ دا دوه ستر توکي په هند او چين کې جوړیدل او لویدیځو هيوادونوته یې د ليږلو لار د منځنۍ اسيا او په ځانګړي توګه له لرغوني افغانستان څخه تيریدل.

په دغه لاره به یوازي د بهرنیو هیوادونو مالونه له یوه ځای نه بل ځای ته نه انتقالیدل بلکي د افغانستان ډیر محصولا ت به هم نورو هیوادونو ته صادریدل لکه : قیمتي ډبرې ، حبوبات، غلجات ، لاسي صنایع او ډیر نور...

د وریښمو لاره چې یو وخت د افغانستان لپاره د عاید لویه سرچینه بلل کیده

او دغې لرغونې لارې د اروپا، هند او چین تر منځ څو پیړۍ د سوداګرۍ اړیکې ټینګې کړې وي، خو وروسته بیا د سیمی واکمنانو له سوداګرو په زور محصول اخیستنه شروع کړه ، چې هسپانوي او پرتګالي تاجران یې دې ته اړ کړل ترڅو له هند او چین سره د سمندر له لارې سوداګري پیل کړي او پردغه لاره تجارت وتړي.

د وریښمو لاره چې په تیرو وختونو کې د ۲۰۰۰ کلونو لپاره د تجارت برخه کې کارول شوې همداشان په دې وروستیو کې یې یوځل بیا د پرانیستل کیدو چارې روانې دي ، چې ددغې لارې جوړیدو ته د افغانستان اوچین په شمول د سیمې ډیر نور هیوادونه هم سترګې په لاره دي او د سیمې هیوادونه پکي خپل راتلونکی ډیر ښه ګوري.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای