CRI Online

د وريښمو لارې ګټې او خنډونه

cri     (GMT+08:00) 2017-05-17 16:11:27
ددی لاری کټی:

۱. اقتصادی کټی چی پدی کی به افغانستان دی ته نوی مجور چی حتمی سمندر ته لاری پیداکوی بلکه ددی تړرون په لاسلیک سره به د نړیوالی همکاری څخه بر خوردار وی او په قانونی ډول به ترانزیتی لاری پرانیستی د نړی نورو هیوادونو ته.

۲. د فرهنګونو او رواجو شریکول د اړونده هیوادونو تر منځ

۳. کاری اسانتیاوی به برابریږی

۴. د سولی په ټیګښت کی به دا لار مهم رول ولوبوی

۵. هغه تاریخی ارزښت چی ددی لاری په اړوند په کتابونو کښی لیکلی شوی بیا ژوندی شی

۶. د چین هیواد به په ډیره آسانی او ارزانه بیه نورو عربی او اروپایی هیوادونو ته لار پیداکړی

احتمالی خنډونه:

۱. داسترلیا هیواد په ددی لاری په پرانیستلو خوښ نوی ځکه ددی پواسطه به د چین اغیزی او واک په عربی، اروپایی، اندونیزیا او مالیزیا هیوادونو کی زیات شی او آسترلیا د خطر احساس کړی

۲. داوپیک هیوادونو بازار به تر اغیزی لاندی راشی ځکه هغه کمه انرژی چی سویلی اسیا ورته اړتیا لری له شوری او منځني آسیا په کمه بیه څخه تر لاسه کوی

۳. له اقتصادی پلوه د ایران لپاره یو ګواښ کیدای شی. کڅه هم اوس مهال ایران خپل اکثر اموال په قاچاقی توګه د افغانستان له لاری اکثرو هیوادونو رسوی خو د ایران د تیلو په ارزښت کښی به بدلون راشی

ددی لاری تړاو له نورو سیاسی او اقتصادی پلانونو سره:

ددی لاری د پرانیستو او پکار اچونی سره به د شانګهای او بریکس اړوند هیوادونه له اقتصادی او نظامی اړخه پیاوړی شی او ددوی طمعه نور له امریکا او بعضی نورو هیوادونو کمه شی

شریف اختر

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای