CRI Online

هوسۍ

cri     (GMT+08:00) 2009-10-20 15:28:39

د بېجينګ منی او د هوسۍ د پېژندنې څېره

وايي، منی د بېجينګ تر ټولو ښکلی فصل دی. له نيکمرغه زما د هوسۍ وېبلاګ د دغه ډېر ښکلي منی په نرم شمال او د لمر په ښکلې وړانګو او هوا کې پرانيستل کېږي. زه هره اوونۍ دلته په خپل بلاګ کې ستاسو لپاره يوه ليکنه ليکم چې پکې به له تاسو سره يو شمېر په زړه پورې کسان، شيان، کيسې او زه خپل احساسات هم شريک کوم.

خو تر هر څه لومړی غواړم د خپلې پېژندنې په اړه درسره يو څه خبرې وکړم.

نوم: هوسۍ

په پښتو څانګه کې دندې: د خبرونو ويانده او د اقتصاد خپرونې چلوونکې

خوښ شيان: عکس اخيستل، غره ته ختل، ناول، فلم، سفر، د خوندورو خوراکونو پخول، پوسټ کارډ، کافي، چای، له پريکېدو او رېبلو وروسته د واښو بوی، د بالټ نڅا، د PS3 لوبې، شين رنګ ...

نا خوښ شيان: هر شي چې حرکت يې د مار په شان وي، شور ماشور

د برېښناليک پاټه: hooseii@yahoo.com

تېره اوونۍ مې د لابا ګومن په نامه د اصلي ځنګلونو پارک ته سفر وکړ. دغه پارک د بېجينګ په لېرې شمال کې د طبيعت ساتنې په سيمه کې پروت دی او د بېجينګ له مرکز څخه د ١٨٠ کيرومتره واټن لري. په دغه پارک کې يو ډول ونې ډېرې مشهورې دي چې د دغو ونو د څانګو د پوست رنګ سپين دي. دغه ونې ته په چيني ژبه کې بای هوا شو ويل کېږي. زه نپوهيږم چې دغه ډول ونې په افغانستان کې شته که نه؟ اوهلته به يې خلک په کوم نوم نوموي؟

پر بېلا بېلو ډولو ونو سربېره، په دغه پارک کې غرونه هم شته. د نان هه لين په نامه غر له دغو غرونو څخه تر ټولو جګ غر دی او لوړوالی يې ١٧٠٠ مترو ته رسېږي. زه د دوو ساعتو مزل وروسته د غر څوکې ته وختلم او کله چې سر ته ورسېدم، د ټول پارک منظرې زما د سترګو پر وړاندې ښکاره شوې. خودای! دومره ښکلې منظرې دي! د ونو پاڼې چې د مني په فصل کې بېلا بېل رنګونه لري، د سمندر په شان ښکلې ښکارېږي او اسمان، چې زه اوس ورته ځان له نژدې او لنډ واټن کې احساسوم، ډېر ښکلی، پاک او ځای ځای د سپينو وريځو څپرکي هم مالوميږي. که څه هم هغه وخت زه ډېر ستړی وم، خو زړه مې خوشاله، هوسا او ارام و. ټولې هڅې ارزښتناک دي. زه فکر کوم چې دا زما د غره ته د ختلو خوښۍ او د ښکلې صافې هوا تنفس کول بولم او د غرختلو د اهميت په توګه هم ګڼل کېږي.

د دې اهميت د يادونې په هکله زه غواړم له تاسو ګرانو دوستانو څخه يوه پوښتنه وکړم چې ستاسو لپاره د اهميت وړ هدف څه دی؟ سږ کال به ژر پای ته ورسېږي. ښايي چې د راتلونکې کال پر پلان جوړولو بوخت يئ. مهربانی وکړئ چې خپل پلانونه، احساسات او د دغه وېبلاګ په اړه نظرونه له ما سره شريک کړئ؟ د دغې پاڼې په پای کې د نظرونو ورکولو په ځای کې او د بريښناليک له لارې له ما سره خبرې او خپل نظرونه شريک کولای شئ. د دغې ليکنې په پای کې ستاسو د روغتيا او خوشاله اوونۍ په هيله.

هوسۍ

د ٢٠٠٩ کال، نومبر ٤

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای