CRI Online

لومړی ليکنه

cri     (GMT+08:00) 2009-11-04 14:43:54

ګرانو اورېدونکو، السلام عليکم! زه ليلا په بېجينګ کې تاسو ته نيکه هيله وړاندې کوم. په دې وروستيو ورځو کې مې څو ورځې رخصتی تېری کړی او ډېر خوشحاله يم چې د رخصتۍ په موده کې له خپل پلار او مور سره يو ځای د بېجينګ ځينو مشهورو او ښکليو ځايونو ته تللی وم . په بېجينګ کې د اکتوبر په مياشت کې هوا ډېره ښه ده او دغه موده د سيلانيانو لپاره يو ډېر ښه فصل دی.

موږ پوهېږو چې د تېر اکتوبر لومړۍ نېټه د چين د ولسي جمهوريت د جوړېدو شپېتمه کاليزه وه. د دغې ورځې د نمانځنې لپاره د بېجينګ په تيان ان من ډګر کې يو لړ درانده فعاليتونه تر سره شوی چې څه د پاسه اته مليونه او دوه سوه زره تنه سيلانيان راجلب شوي دي. د تېر اکتوبر په لومړۍ نېټه په تيان ان من ميدان کې د عسکری رسم ګذاشت او د خلکو د ستر مارش په ګډون ډول ډول فعاليتونه تر سره شوي ،زه په دې وياړ يم چې اوس چين په نړۍ کې يو غښتلی هېواد ګرځېدلی دی.

د نوي چين د جوړېدو د شپېتمې کاليزې د نمانځنې لپاره د سي ار ای راډيو پښتو څانګې هم يو لړ اړونده ځانګړي پروګرامونه جوړ کړي او په خپله ويبپاڼه کې يې زيات شمېر ښکلي عکسونه نشر کړي دي ، که تاسی وخت ولرئ، د انترنټ له لاری زموږ پروګرامونه او عکسونه وګورئ. هيله ده چې تاسی له دغو پروګرامونو او عکسونو سره مينه ولرئ.

د سيلانۍ پرته د رخصتۍ په موده کې مې خوندورې نغمې واورېدلې او تلويزيوني پروګرامونه مې وکتل . له دی امله چې زه له موسيقۍ سره ډېره مينه لرم، نو ډېر خوشحاله يم چې د چيني او بهرنۍ موسيقۍ پروګرام د مسؤلې په توګه ټاکل شوی يم. زما لومړۍ موخه دا ده چې تاسو ګرانو اورېدونکو ته يو شمېر په زړه پورې او ښکلي پروګرامونه وړاندې کړم. دلته تاسو ته د چين د هانکانګ يو مشهور سندرغاړي فانګ دا تونګ په اړه ځينې معلومات درکوم. ځکه چې په دې وروستيو ورځو کې مې

د ده له خوا ثبت شوی سندرې ډېر خوښوم. د فانګ دا تونګ انګريزي نوم خليل دی، دا يو پښتو نوم هم دی چې د دوست معنا لری. هغه په امريکا کې زېږېدلی ،د چين په شانګهای کې يې لومړی زده کړه وکړه او له فراغت وروسته يې هانکانګ ته ولاړ چې هلته يې د سندرو ويلو پر چارو پيل کړی. اوس خليل د چين په ستره برخه ، تايوان ، هانکانګ او مکاو کې ډېر مشهور دی. دده له خوا جوړ شوی سندرې له نوي سبک څخه ډکې دي چې زيات شمېر اورېدونکي يې راجلب کړي دي. اوس زه د ده يوه سندره واورم چې نوم يې دی يوه اوږده سندره ويل. کله چې د ده له خوا ويل شوی سندری واورئ ، تاسئ به له هغه سره مينه ولرئ.

ګرانو اورېدونکو، که غواړئ د موسيقۍ په پروګرام کې کوم خوښې سندرې واورو، نو پر انترنټ د پښتو خپرونۍ په ويبپاڼه کې له ما سره تماس ونيسئ.

ستاسی د لانېکمرغۍ په هيله.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای