CRI Online

د ملي جشن په رخصتی کې

cri     (GMT+08:00) 2009-11-04 17:33:11
سږ کال د چين د ولسي جمهوريت د جوړېدو له شپېتمې کليزې سره برابر دی.په بېجينګ کې د دغه جشن د لمانځنې لپاره د نظامي رسم ګذشت، هنري نندارې او اورلوبې نندارې په ګډون يو لړ رنګ رنګ فعاليتونه تر سره شوي دي.نو زياتو کسانو د ملي جشن د اته ورځنی رخصتۍ په ترڅ کې له تيان ان من ډګر څخه ليدنه وکړه.زما ملګري او مې د نمانځنې د موټرونو له نندارتون څخه د ليدنې لپاره تيان ان من ډګر ته ځان ورساوه.

د اکتوبر د نهمې نېټې په سهار تيان ان من ډګر ته راغې،کتلی وو چې ټول ډګر له ګڼ شمېر کسانو څخه ډک و او زياتو پوليسو نظم وساتي.په نندارتون کې د بېلا بېلو ولايتونو موټرونه خپل خاصيت او ځانګړيتوب ودرلود.زما د ټاټوبي ګوانګ شي ولايت موټر ډېر ښکلی. شپه وه،د تيان امن من ډګر په لويديځ د چين د ملي هنری مرکز په شاو خوا ښکلي څراغونه بل شول چې دغه مرکز د يوې غټي هګۍ په شان ګرده ساختماني بڼه لري.ګډ شمېر کسان د دغه مرکز په شاو خوا راغونډ کړل او عکسونه واخيستل.

له دغو نندارتونونو څخه د نوي چين د جوړېدو له شپېتو کلونو په تېره بيا د ورخلاصون او اصلاحاتو د تګلارې له پلي کېدو راهيسې د چين ستر برياليتوبونه څرګند شوي دي.ټول چينايان د وطن د چټک پرمختګ له امله له وياړه،برمه او خوښۍ ډک دی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای