CRI Online

ډيوې له تاسو نه مننه کوي

cri     (GMT+08:00) 2009-11-05 17:35:52

ګرانو دوستانو او د ويبپاڼو لوستونکو:

سلامونه او نيکې هيلې! روغتيا او عافيت مو د متعال خدای څخه د تل لپاره غواړو. زه ډيوه د چين د سی ار ای راډيو له پښتو څانکې څخه تاسو ته سلامونه وايم او هيله لرم چې تاسی په خپل ژوند کې نيکمرغه او بريالی اوسئ. ما په تيرو دوو کلونو کې د اوريدونکيو د چارو دنده پر غاړه واخيست او هميشه د زړه له کومې له تاسو ټولو اوريدونکو او د ويبپاڼو لوستونکو څخه ډېره مننه کوم چې زموږ څانګې ته زيات ليکونه او ګټور وړانديزونه راليږل شوي وو او ډير خوشحاله يو چې زياتو وفادارو اوريدونکيو موږ ته نور نوي اوريدونکي رامعرفی ورکړي دي. په تيره بيا ځينو هميشنيو اوريدونکو موږ ته ارزښتناک پښتو کتابونه او ټيپونه راليږلي، دغه پښتو مواد زموږ د کارکوونکيو د ژباړنې کچې د لوړتيا لپاره ډېر ګټور دی. نو زه يو ځل د زړه له کومی له تاسو څخه مننه کوم.

ګرانو او قدرانو دوستانو، زما نظر تل دا دی چې اوريدونکی او د لوستونکی زموږ د خپرونې او د ويبپاڼې د موجوديت بنسټ دی او زموږ ټول کارونه ستاسو لپاره دي. اوس نقيب الله او زه د موږ او اوريدونکی او د وريښمو کاروان په پروګرامونه ستاسو په خدمت کې يو. دا يو ډېر وياړ دی چې زه فرصت لرم چې تاسو ته خپل رول لوبوم. زه هيله لرم چې تاسی په امن او أرام حالت کې ژوند وکړئ او که تاسی په خپل ژوند کې د کار، کور، ادب، مينې او نورو چارو په اړه نظريې لرئ او غواړی چې له چا سره خپلې خبرې او احساسات شريک کړئ، هر وخت می هرکلی کوم چې ما ته ووايه. هيله من يو چې زموږ تر منځ دوستی او اړيکې ټينګې شي او په نوی کال کې بريالي، خوشحالۍ او نيکمرغه اوسئ!

په درښت

د سی ار ای راډيو د پښتو څانګې کارکوونکې ډيوه 

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای