CRI Online

والګی

cri     (GMT+08:00) 2009-11-20 14:35:35

د روان کال له لومړۍ نيمې څخه تر اوسه پورې هره ورځ پر ټلويزيونونو، راډيوګانو او يا ورځپاڼو د اې ډول د H1N1 والګي په اړه زيات خبرونه ليدل يا اورېدل کېږي. هره ورځ د ژمي په رارسېدو سره او د حرارت په پر له پسې ټېټېدو سره د نړۍ په ګوټ ګوټ کې زيات انسانان پر دغې سختې ساري ناروغۍ اخته کېږي، ځيني کسان حتې د دغې ناروغۍ له امله مړه شوي دي. د نومبر تر لومړۍ نېټې پورې په ټوله نړۍ کې د اې ډول پر والګي د اخته کېدو له امله د وژل شويو کسانو شمېر له ٦٠٧١ څخه اوښتی دی او اوس په يو سلو نهه نويو هېوادونو او سيمو کې دغه سخته ساري ناروغي رامنځته شوې ده. په چين کې د دغې ناروغۍ د پراخېدو حالت هم د خوشبين وړ نه دی. تر اوسه پورې د چين په لويه برخه کې د دغې ناروغۍ له امله د وژل شويو کسانو شمېر درې پنځوس تنو ته رسېدلی او پر دغې ناروغۍ د اخته شويو ناروغانو شمېر له اويا زرو تنو نه زيات شوی دی. خو له تېرې مياشتې څخه په چين کې د اې ډول د H1N1 والګي پر ضد د واکسينونو د وهلو کارونه هم پيل شوي دي. له دې وروستيو څو ورځو راهيسې د هېواد په بېلا بېلو ځايونو کې وګړي د واکسينونو په وهلو بوخت دي. د يوې تازه شمېرنې له مخې، د نومبر تر شپاړلسمې نېټې پورې په ټول هېواد کې شپاړلس مليون درې لکه او نهه څلويښت زره تنه دغه واکسينونه وهلي دي.

د دې تر څنګ د اې ډول والګي تر څنګ اوس څو نور ډوله فصلي عام والګي هم زموږ په ټولنه کې ژر خپرېږي. زموږ په دفتر کې زيات همکاران هم پر دغه عام والګي اخته شوي دي. هيله د دوی په منځ کې يوه ده چې يو نيم مياشتې وروسته به يو ماشوم زو کړي. ځکه چې درملونه د ماشوما لپاره ډېر ذهرجن دي، نو اميدواره ښځه هېڅ درملونه نشی خوړلای يا منلی. دغه راز هيله يوازې په کور کې پاتی شي او پخپله د والګۍ ويروس ته ماتې کوي. زه غواړم چې هغه ژر تر ژره روغه او جوړه شي او بېرته دفتر راشي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای