CRI Online

هرومرو ستاسو روغتيا ته پاملرنه وکړئ!

cri     (GMT+08:00) 2009-11-20 14:53:39

قدرمنو دوستانو او د ويب پاڼو لوستونو، اوس ژمی راغلی دی او هوا ډېره ښاړه ده. ستاسو په ټاټوبی کې هوا څنګه ده؟ تاسی کافی جامعی اغونډی؟ زه دلته له بيجينګ څخه تاسو ته په زړه پورې ويم چې هرومرو ستاسو روغتيا ته پاملرنه وکړئ! زه غواړم چې په ژمي کې ستاسو د ژوند په اړه مالومات تر لاسه کړم او له تاسو سره يو ځای شريک کړم، که تاسی خپل په زړه پوری احساسات لرئ، مثلا د واورو، يخ او داسی نور. تاسی په کور کې څنګه د ګرمی ځواک تر لاسه کړئ؟ ماشومان په ژمي کې څه ډول لوبی کوي؟ زه بيخی له هر شی سره علاقه لرم او غواړم چې له تاسو څخه خوندور کيسی واورم. تر اوسه پوری می لا هم افغانستان او پاکستان ته تللی او ستاسی هېواد يوازی زما په خيال کې دی چې ښکلی، طبيعی او پاک دی.

ما تېر مياشت د چين د شينجيانګ د اويغوری قوم خپلواکی سيمی ته سفر کړی او په کې د قشغار ښار منظره ستاسو د هېواد سره نژدی دی. په دغه ښار کې په سلو کې اته نيوی برخه اوسيدونکی مسلمانان دي او راستورانتونه نژدی ټول اسلامی خوراکونه برابروي. زما په نظر تاسی به د دغه ځای ډير خوښېږي. زه يوه هيله لرم چې تاسی په راتلونکی کې دغه ځای ته د سفر فرصت ولرئ. زه هم غواړم چې يوه ورځ ستاسو هېواد ته سفر کړم او زه باور لرم چې دغه خيال به هرومرو ريښتيا شي.

په پای کې زه هم دغه جمله تکرار کوم چې تاسی بايد خپلې روغتيا وساتئ!

يوه بله خبره: د نوي چين د جوړيديو په اړه د مسابقې سوغتونه ټول تاسو ته استول شوي. ښايی چې دغه سوغتونه به ژر تاسو ته ورسېږي. هيله ده چې تاسی د دغو توکيو سره خوند کړئ! ستاسو له ملاتړ څخه د زړه له کومې مننه کوم!!!

په درنښت

ستاسی ملګرې : ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای