CRI Online

د کال پای

cri     (GMT+08:00) 2009-11-25 19:21:10

د هر کال پای د دغه کال د لنډيز او د راتلونکي کال د پلان جوړولو تر ټولو مناسب وخت ګڼل کېږي. وګړي هميشه په داسې ورځو کې د خپلو کاري تجربو په راغونډولو او د راتلونکي پلان په جوړولو بوخت دي. زه همداسې يم. د هر کال د دسمبر له پای مخکې موږ د پښتو څانګې ټول همکاران بايد د روان کال د خپلو کارونو د لنډيز او د راتلونکي کال د پلان د جوړولو په اړه يو رپوټ وړاندې کړو او بيا به سره يوه غونډه جوړه کړو چې په کې به پر کاري رپوټونو بحث وکړي او د بېلا بېلو همکارانو ارزونه به وکړو. دا د هر کال په پای کې زموږ د راډيو حتې په چين کې د زياتره اداري سازمانونو يو کاري دود دی.

د کاري لنډيز د جوړولو تر څنګ موږ هر يو بهتره خپل فکر ترتيب کړو چې په ټول کال کې موږ څرنګه تېروتنې کړې او څه سم کارونه مو تر سره کړي دي. که تجربې مو راغونډې نه کوو، نو څرنګه پرمختګ ومومو؟ زما په اند دا ډېر مهم کار دی. که موږ د خپل فکر لنډيز جوړ نه کړو، نو د راتلونکي کار د تر سره کولو موخه به ډېر معلوم نه شو. په ماشونتوب کې ښوونکو به د ازموينې پايلې له خپرېدو وروسته کله کله ما ته وويل: د ازموينې پاڼه بيا له سره وګوري چې څه تېروتنې يې کړې او ولې دومره ښه پايله نه ده تر لاسه کړې، دغه راز په راتلونکې ازموينه کې به پرمختګ ومومي.

دغه راز د موخې ټاکنه د لنډيز له جوړولو سره يو شان اهميت لري. که يو کس د يو کار د تر سره کولو موخه ډېر صاف نه دی، نو څرنګه خپل کار په ښه توګه بشپړ کړي؟ موږ بايد د هر کار له پيل مخکې په دې پوه شوو چې موږ غواړو د دغه کار د تر سره کولو له لارې څرنګه لاسته راوړنه وګټو، پوهې، پيسې، تجربې يا څه شی نور؟ که موږ د کار د تر سره کولو په موخې نه پوهېږو، نو دغه کار به په جدي توګه نشو بشپړولای.

ما د روان کال په لومړيو يوولسو مياشتو کې ډېر کارونه کړي، خو دومره زياتې لاسته راوړنې نه دي ګټلې. ولې؟ ځکه چې ما د دغو کارونو له پيل مخکې پر خپلو موخو ډېر ښه پوه نه شوم. دا دی د روان کال په پای کې زما د پخوانيو کارونو يو لنډيز. د راتلونکي کال لپاره زما پلاونه ډېر دي، خو ټول رمزونه دي چې نورو ته نشم ويلای. هيله ده چې خپل پلانونه ټول بشپړ شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای