CRI Online

په بېجينګ کې د کورونو بيه

cri     (GMT+08:00) 2009-11-30 19:14:49

په دې وروستيو ورځو کې زه ډېره بوخته يم. ځکه چې زما پلار او مور د سي ار ای راډيو په شاوخوا سيمه کې يو بل کور غوښتل . اوس زه د نوي کور د اخيستلو په اړه اړوند کارونه تر سره کوم . تاسې پوهېږئ چې بېجينګ ښار د چين د پلازمېنې او د سياسي، کلتوري او اقتصادي مرکز په توګه بلل کېږي. بر سېره پر دې، بېجينګ ښار د هېواد د ښوونې ، د ساينس څېړنې، طب او د سپورټ مرکز هم دی . دغه راز د بېجينګ ښار کورونو د نړۍ د بېلا بېلو هېوادونو او د ټول هېواد خلکو د ډېر پاملرنې وړ دي. په بېجينګ کې د ماليې د عامه مرستې سويه لوړه ده، نو هېڅ شک او ترديد نه شته چې په دغه ښار کې د کورونو بيه ډېره لوړه ده.

اوس په بېجينګ کې د کورونو بيه ورځ په ورځ زياتېږي او خلک د بېجينګ د کورونو د بيې په اړه تود بحث کوي . تر اوسه پورې د دغې بيې پورته کېدل يا لوېدل د وګړيو لپاره لاهم يوه معما ده. په چين کې اوس کورونو بيه تر ټولو په بېجينګ کې لوړه ده، بيا په شانګهای کې. زه ډېره خوشاله يم چې زما د زېږېدلو ځای يعنې د هه بې ولايت د تانګ شان ښار څخه پرته موږ په بېجينګ او شانګهای کې هم کورونه لرو. له دی مخکې زما پلار او مور په شانګهای ښار کې اوسېدل، خو اوس دوی غواړي په بېجينګ کې زما د ژوند ځای په شاوخوا سيمه کې واوسېږي، نو دوی ياد شوی نوی کور واخيسته. زه به په راتلونکو څو ورځو کې د نوي کور د سينګارولو او ښکلا کارونه تر سره کړم . هيله ده چې يوه مياشت وروسته به زموږ نوی کور ډېر ښکلی وي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای