CRI Online

د لوی اختر مو مبارک شه!

cri     (GMT+08:00) 2009-12-02 21:04:44

د روان کال د نومبر اته وېشتمه نېټه د اسلامي سپېڅلي دين د ستر دوديز قربانۍ اختر له ورځې سره برابر وه . په همدې ورځ په چين کې څه دپاسه شل مليونه تنه مسلمانانو د دغه اختر د لمانځنې لپاره ډول ډول فعاليتونه تر سره کړل. د چين په بېلا بېلو ځايونو کې مسلمانانو په خوښۍ سره د کورونو په پاکولو او د شيانو په اخيستلو سره د قربانۍ اختر هرکلی وکړ. په چين کې دغه اختر د هغو قومونو له خوا د نوي کال په توګه ګڼل کيږي چې د اسلام پر دين عقيده لري يعنې مسلمانان دي . د نومبر په اته وېشتمه نېټه په نينګ شيا، شينجيانګ او بېجينګ کې مسلمانانو په جلا جلا توګه په جوماتونو کې د دغه اختر هرکلی وکړ.

د قربانۍ اختر د چين د هوی، اويغور او قزاق په ګډون د ملي لږکيو يو ستر او درناوي وړ اختر دی. د شينجيانګ د اويغور په خپلواکه سيمه کې د مسلمانانو شمېر په چين کې تر ټولو زيات دی. د شينجيانګ په بېلا بېلو ځايونو کې مسلمانان د اختر په ورځ نويو پاکوجامو په اغوستلو سره د قربانۍ اختر د لمانځنې لپاره په بېلا بېلو جوماتونو کې راغونډ شول. دوی په عزت لوېديځ خوا يعنې مکې معظمې په لور ګونډه او عبادت اختر لمونځ ادا کړ چې په راتلونکو ورځو کې به نېکمرغه ژوند ولري او د دعا لپاره يې خپل لاسونه لپه کړل. په همدی ورځ د قربانۍ اختر د لمانځنې لپاره د شينجيانګ په اوروموچي ښار کې څه نا څه دری سوه ټيکسي موټرونو په وړيا توګه د ملي لږکيو وګړي يو ځای نه بل ځای ته وړل او راوړل . بر سېره پر دی د بېجينګ په نيو جيه په يو تر ټولو لوی جومات کې د بېلا بېلو هېوادونو څه د پاسه ٦ زره مسلمانانو يو ځای درناوي عبادت او لمونځ ادا کړ.

 

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای