CRI Online

هغه د منګور په شان نڅاوې کوي

cri     (GMT+08:00) 2009-12-04 22:16:45
خو دغه نڅاوې په تيرو اوږدو زمانو کې له بدګومانيو سره مخامخ شوې وې. له دې امله چې نڅا کوونکې د هنري نندارې لپاره لږ او نازکې جامې اغوندي او د نڅا کولو په ترڅ کې د دوی د مټو، ټټر، ملا او سينو د ښورولو او رپولو حرکتونه ډېر جذاب دي، ځينې خلک په بدنيتۍ سره عربي نڅاوې د زهرو په شان او عربي نڅا کوونکي د زهرو ورکوونکيو په شان ګڼلې. چې زما په اند دا سم ګومان نه وو. عربي نڅاوې د يو ډول هنر په حيث نه يوازې نندارچيانو ته د خوشحالي برابرولو لپاره يوه ښه موقع ده، بلکې د نڅا کوونکيو د احساساتو او افکارو د څرګندولو او ښودلو لارې چارې هم دي. عربي نڅا تر زياته حده يو داسې نڅا ده چې نڅا کوونکې يې يوازې د خپلو کتونکيو د خوشحاله ساتلو لپاره نڅا کوي. نن ورځ په ډېرو نندارو کې د دغه ډول نڅاوو نندارچيان تر نارينه، ښځينه نندارچيانې زياتې دي.

نن ورځ په ډېرو نندارو کې د دغه ډول نڅاوو نندارچيان تر نارينه، ښځينه نندارچيانې زياتې دي

مشهورې نڅا کوونکي د معمول سره سم له له ماشومتوب څخه د نڅاوو روزنه تر لاسه کوي، خو رايچيل بريس له اووه لس کلنۍ څخه په نڅاوو پيل کړی. هغه په هغه کال کې د سوهايلا(ډيره مشهوره عربي نڅا کوونکې چې عصري امريکايي ډوله عربي نڅا به يې کوله، نندراه وکتله او سمدلاسه د عربي نڅاوو په سمندر کې ډوبه شوله. خو په دغه وخت کې عربي نڅاوې لا دومره زياتې نه وې مشهورې شوې او وړ ټولنيز مقام يې نه وو تر لاسه کړی. تر اغېز لاندې راغلله.

د رايچيل ښوونکې سوهايلا چې عربي وينه لري

هغه همېشه خپلې بدنې ښکلا ته ډېر پام کوي، هغې حتی د خپل ژوند داسې ناچارۍ هم ليدلي چې له مجبورۍ څخه به يې په هوټل کې د ډوډۍ خوړلو پر ميز نڅاوې هم کولې.


1 2 3
اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای