CRI Online

زرينه

cri     (GMT+08:00) 2009-12-14 17:38:37

زما پښتو نوم زرينه دی، خو زما همکاران ما ته په دفتر کې په چيني ژبه سو سو وايي.

زه د CRI راډيو په پښتو څانګه کی يوه نوی کارکوونکې يم او د چين د ګوانګ شي د خپلواکې سيمې د جوانګ له قوم يوه نجلۍ يم. په چينی ژبه کې"جوانګ "په انګريزي کی د "strong" مانا لري او په پښتوکې ورته غښتلی او پياوړی وايي، خو زه له قد نه ډېره دنګه نه يم په بدن ډېره مزيې يم.

زه د جوانګ په قومي ژبه، چيني ژبه او د لسګونو هېوادونو تر څنګ انګريزي ژبه ويلای شم، البته نه ډېره معياري، په پښتو هم خبرې او ليکل کولای شم. زه لا تر اوسه مجرده يم ، تله په مياشت کې زېږيدلې يم، لنډه ويښتان لرم او له پيسو پرته هرشی لرم. د لمر ځلا او رڼا زما خوښه ده، ځکه دا هرچا ته خوشالي رسوي. په بېجينګ کې ډېر لږ باران وريږي او نژدې هره ورځ شين آسمان او ځلانده لمر ليدل کيږي، نو ما له پوهنتون دفارغېدو وروسته په بېجينګ کې پاتې او ژوند کوم. ځکه زه يوه له هغو کسانو يم که د لمر ځلا ونه وينم، خپل ژوند ته دوام نه شم ورکولای. که د لمر ځلا وي، زه به د يو ګل په شان خندانه. همېشه خوشاله او خپله خوشالي ملګرو شريکه ساتم.

خو زه غواړم تاسو ته ووايم، ځکه د يوې ژباړوونکې په توګه د سي ار ای راډيو په پښتو څانګه کې کار کوم، په دې مانا نه چی د پښتواو چيني ژبو ترمنځ ژباړنه زما خوښه ده، بلکې ستاسو په خاطر- د خپلو ګرانو اوريدونکو لپاره همېشه په وخت سره راډيو چالانه کړئ او زموږ پروګرامونه په خوښۍ سره واورئ، او موږ ته خپل ښه وړانديزونه را وليږئ.

زه به د خپل دغه کوچني ويبلاګ له لارې له تاسو سره زما په ژوند کې ټولې خوشالتياوې شريکې ساتم، او د چين په اړه تاسو ته په زړه پورې مالومات درکوم!

په درنښت
زرينه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای