CRI Online

د ٢٠١٢ کال په نامه يو فلم

cri     (GMT+08:00) 2009-12-22 16:32:30
د مايايانو د اټکلي جنتری سره سم په ٢٠١٢ ميلادي کال کې به د لويو ناورينونو له امله بشري تاريخ يوې نوی مرحلې ته ورسيږي.په دغه فلم کې چې ((٢٠١٢ کال)) نوميږي،د نوموړی اټکل له مخې د نړۍ په وروستۍ شپه کې له بې ساريو لويو ناورينونو سره د انسانانو د مبارزې په هکله يوه خيالي کيسه جوړه شوې ده.په دغه فلم کې د سيلابونو،زلزلو،سونامي او د اورغورځوونکو غرونو د راخوټېدنې په ګډون هغې ويرونکي منظرې تر سترګو کيږي چې د کمپوټري ځانګړي تخنيک له خوا جوړ شوي دي.

په فلم کې ليدل کيږي چې څو هېوادونو د نړۍ د نابود د مخنيوي لپاره په ګډه څلور کښتۍ جوړې کړي،خو هغه دومره زيات ناورين ځپونکي پکې نشوای ځاييدلی. د دغو ناورينونو په وړاندې غوره اخلاقي ټاکنه دا ده چې ټول کسان د ژوند مساوي فرصت لري! په پای کې يوه برخه ناورين ځپونکي په دغو څلورو کښتيو کې له دغو نړيوالو ناورينونو څخه ځان بچ شوي او ژوند او پرمختګ ته د دوام ورکولو هيله ئی تر لاسه کړې ده.

دغه فلم ښه دی که نه؟ بايد لومړی سينما ته ځي.خو هيله ده چې د نړۍ وروستی شپه يوازې او يوازې يو روايت دی...

غواړي چې د دغه فلم لنډه برخه وګوري؟ دلته کليک

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای