CRI Online

نننی سفر

cri     (GMT+08:00) 2009-12-22 19:22:15

نن ورځ هوا ډېره ښه ده. زه له خپلې ملګرې سره يو ځای د چين د هنري اثارو له ملي خونې څخه ليدنه کوم. د چين د هنري اثارو خونه د ١٩٦٣ کال په جون کې جوړه شوی چې په کې د چين د هنرمندانو څه د پاسه سل مليونه ډول ډول هنري اثار نندارې ته اېښودل شوي دي.

د هنري اثارو د ملي خونې ودانی د چين له دوديز سبک ښکارندويه او ډېره ځانګړې ده. د دغې ودانۍ په ٥ پوړونو کې د نندارو ٢٠ کوټې شته او پراخوالی يې ٧ زره مربع متره دی. په ١٩٩٥ کال کې د عصري هنري اثارو د ساتلو يو نوی ځای جوړ شوی چې پراخوالی يې ٤ زره او سل مربع مترو ته رسېږي. په ملي هنري خونه کې په عمده توګه د نوي چين د جوړېدو په شاوخوا موده کې جوړ شوي رنګونه نندارې ته وړاندی کېږي، بر سېره پر دی د چين د مينګ او چينګ په ګډون لرغونې سلسله کې د يو شمېر مشهورو هنرمندانو هنري اثار هم ايښول شوی دی. د دغې ملي هنري خونې ښه پرمختګ د چين د حکومت له ملاتړ سره نژدی اړيکې لري . د حکومت له خوا د هنري اثارو د ټولولو ځانګړی پانګی جوړ شوی چې د مشهورو هنري توليداتو د ټولولو لپاره ښه بنسټ برابر کړی.

نن ورځ د چين د ليکوال چن جن ليان له خوا د ليکوالۍ نندارتون پرانيستونکی مراسم په ملي هنري خونه کې تر سره شول چې زيات شمېر نندارچيان يې راجلب کړي دي.

زه ډېره خوشحاله يم چې په چين کې دومره زيات هنرمندان شته چې نندارچيانو ته ډول ډول په زړه پورې رنګونه او ليکوالۍ اثار وړاندې کوي. هيله ده چې په هېواد کې کولتوري چارې به په پر له پسې توګه سالم پرمختګ وکړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای