CRI Online

د چين او افغانستان ترمنځ د سياسي اړيکو ټينګېدو ٥٥کليزه

cri     (GMT+08:00) 2010-01-05 15:32:35

پنځه کاله دمخه د ٢٠٠٥ کال د جنورۍ د نولسمې نېټې په شپه ما د چين او افغانستان ترمنځ د سياسي اړيکو ټينګېدو د ٥٠ کليزې په مناسبت ماښامنۍ مېلمستيا کې ګډون کړی دی. په دغه مېلمستيا کې ما او څو تنو مسلکانو سره يو ځای د دوو هېوادونو له څو تنو ديپلوماتانو سره مرکې کړې او يو ځانګړی پروګرام مو جوړ کړی دی. د چين د بهرنيو چارو وزارت هم د دغې کليزې د نمانځنې په موخه يو لړ ځانګړي پوستي پاکټونه او ټکټونه هم خپور کړي دي. اوس پنځه کاله تېر شو. څو ورځې وروسته د ٢٠١٠ کال د جنورۍ شلمه نېټه د چين او افغانستان ترمنځ د ديپلوماتيکو اړيکو ټينګېدو له ٥٥ کليزې سره برابره وي.

له تېرو پنځو کلونو راهيسې، د افغانستان د بيا رغونې بهير چټک پرمختګ کړی او بېلا بېلې ټولنيزې چارې د پرمختيا په حال کې دي. د يادونې وړ خبره دا ده چې د طالبانو قدرت له نسکورېدو وروسته د ولسمشرۍ د دوهمې دورې ټولټاکنې هم د ٢٠٠٩ کال د اګست په شلمه نېټه په بريالي ډول تر سره شوې دي.

په تېرو پنځو کلونو کې زيات چيني سوداګران او شرکتونه افغانستان ته تللي او هلته زياتې پانګونې يې کړې دي. د ميس عينک پروژه چې د چين او افغانستان ترمنځ د همکارۍ تر ټولو لويه پروژه ګنل کېږي، هم په ٢٠٠٩ کال کې په رسمي توګه پيل شوې ده. دغه راز چين اوس په افغانستان کې تر ټولو لوی پانګه اچوونکی هېواد ګرځېدلی دی.

په دغو تېرو پنځو کلونو کې ما په خپل ورځني کار کې جدي رويه غوره کړې، د پښتو سويه مې هم ورځ په ورځ ترقي موندلې ده، له زيات شمېر افغانانو سره مې مخامخ کړی او پېژندلي او ځيني ښه افغان ملګري مې هم پيدا کړی دی.

ښايي پنځه کاله وروسته افغانستان به ارامي ومومي او تلپاتې سوله به رامنځته شي. تر هغه وخت پورې به د چينايانو او افغانانو ترمنځ دوستي او اړيکې لا نورې هم ژورې او نژدې شي. دا بالکل د چينايانو او افغانانو يوه ګډه ارزو ده.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای