CRI Online

نوی کال مو مبارک شه !

cri     (GMT+08:00) 2010-01-07 20:35:19

٢٠١٠ کال په خوشحالۍ او نيکمرغۍ سره پيل شوی دی. هيله لرم چې ګرانو اوريدونکو او لوستونکو خوشحاله او نيکمرغه اوسئ! په پيل کې يوه توکه وړاندی کوم: په پارک کې يو هلک له خپلې ملګرې څخه پوښتنه کړې: تا غواړې چې له ما سره واده کړې که نه؟

دغې نجلۍ ځواب ورکړ: سوچ وکړې!

هلک وويل: زما په اند تا غواړې.

نجلۍ: يو ځل بيا سوچ وکړې!

د دې ترڅنګ سږ کال د چين او افغانستان ترمنځ د ساسی اړيکو د ټينګېدو پنځه پنځوسمه کاليزه ده. موږ به په ويب پاڼه کې يو ځانګړې پروګرام جوړ کړو. انشاالله تاسو به ژر دغه پروګرام کتلی شئ! هرکلی کوو چې تاسو په دغه پروګرام کې خپلې خبرې راواستوئ!

نن ورځ په چين کې ډېر وګړي په تېره بيا ځوانان يو فلم ته ډېره پاملرنه ورکوي چې نوم يی Avatar دی. دغه فلم په عصری تخنيکونو سره يو امريکايی فلم دی. اما بيه يی هم وتلې ده. هر ټکټ تقريباً سل نيم يوانه ده خو د يو عام فلم ټکټ بيه په چين کې شاوخوا پنځوس يوانه ده (هم لوړه ده که نه؟)

ښايی چې محتويات يی ډېر په زړه پوری وی يا يوازی د ده د لوړې بيې له امله خلک غواړي په ګڼې ګوڼې سره سيمينار ته ځي. ځکه چې خلک غواړي وګوري چې دغه ګران فلم څرنګه يو فلم دی؟

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای