CRI Online

په چين کې د اواتار په نامه فلم د ډېر پاملرنې وړ دی

cri     (GMT+08:00) 2010-01-18 14:55:45

په دې وروستيو ورځو کې ما له يوې ملکرې سره يو ځای د پلازمېنې په نامه سينما کې د اواتار په نامه فلم وکوت. زما په اند دغه فلم ډېر ښه دی ، نه يوازی دغه فلم د هاوليووډ د مشهور فلمي لارښوونکی او جوړونکی جېمس کامرون له خوا جوړ شوی، بلکې پرده او کيسه يې هم ډېر خوندوره ده. ډېره وياړه يمه چې دغه فلم مې په چين کې د ښودلو په پيل کې کتلی دی، ځکه چې اوس په چين کې زيات شمېر خلک غواړي دغه فلم وګوري، نو ددغه فلم د ټکټونو اخيستل يو ډېر مشکل کار دی .په شانګهای ښار کې د اواتار ټکټ حکومتي بيه له ١٥٠ څخه ١٨٠ يوانو ته جګه شوې ده. که څه هم اوس نړۍ د پولي بحران په حال کې ده ، خو چينايان لاهم د کلتور په برخه کې د زياتو پيسو له لګولو څخه ډډه نه کوی.

له دې مخکې، د جانګ يي مو په ګډون د يو شمېر چيني مشهورو فلمي لارښوونکو له خوا جوړ شوی فلمونه د تېر کال په پای کې نندارچيانو ته وړاندې شوي او زيات شمېر نندارچيان يې راجلب شوي دي. اوس په چين کې ځوانان د فلمي بازار عمده لګوونکي دي . د بېجينګ، شانګهای او ګوانګ جو په ګډون يو شمېر لويو ښارونو کې لازيات شمېر ځوانان د رخصتۍ په موده کې فلمونه ګوري. په بېجينګ ښار کې د هوا د سوړوالي درجه له صفر څخه ټيټه شوی ده، خو زيات شمېر نندارچيان د اواتار د کتلو لپاره د سينماګانو پر وړاندې راغونډېږي چې په کې نه يوازی ځوانان، بلکې زاړه کسان هم شته. له دې څخه څرګندېږي چې دغه مفلم د ځوانانو او زړو کسانو په ګډون د ټولو پاملرنې راجلبوی. نو داسې ويل کېږي چې د چين فلم جوړونکي د بېلا بېلو کچو نندارچيانو د غوښتنو د پوره کولو او نړيوالو ته د غوره او اغېزناکو چيني فلمونو د وړاندې کولو لپاره له زياتو ننګونو سره مخامخ دي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای