CRI Online

د جنورۍ تر ٢١ نېټې پورې د شانګهای د نړيوال نندارتون تر پرانيستلو پورې يوازې ١٠٠ ورځې پاتې دي

cri     (GMT+08:00) 2010-01-19 10:23:43

ګرانو دوستانو، د شانګهای نړيوال نندارتون به د راتلونکی مې په لومړۍ نېټه پرانيستل شي. د روانې مياشتې ٢١ نېټه ددغه نندارتون تر پرانيستلو پورې يوازې سل ورځې پاتې دي. ډېر خوشحاله يم چې د دغه لوی فعاليت په اړه د پښتو څانګې د يوې ځانګړې خبريالې په توګه وټاکل شوم. نو زه بايد تر خپلې وسې پورې د دغې دندې د بشپړولو لپاره کوښښ وکړم.

له دی مخکې، د تېر کال په اګست کې مې په چين کې د افغانستان د سوداګريزو چارو له ځانګړی چارواکی يعنې د شانګهای د نړيوال نندارتون په اړه د افغانستان له ځانګړی استازی عبدال سلام مونير سره يوه مرکه وکړه او په کې مې د شانګهای په نړيوال نندارتون کې د افغانستان د ګډون په اړه له ښاغلي مونير څخه څو پوښتنې وکړې . د ٢٠٠٧ کال د اګست په پنځمه نېټه افغانستان په رسمي توګه ژمنه وکړه چې د ٢٠١٠ کال د شانګهای په نړيوال نندارتون کې ګډون وکړي . دده په اند دغه نندارتون يوه ستره نړيواله غونډه وي چې په دغه ستر نندارتون کې د ګډون له لارې د افغانستان د اقتصاد او ټولنې پرمختګ ته ګټه ورسول شي. هغه د چين د حکومت او د شانګهای ښار د اړوندو څانګو له ملاتړ څخه مننه وکړه. تر اوسه پورې د دغه نړيوال نندارتون د پرانيستلو لپاره بېلا بېل کارونه په عادي ډول روان دي.

د شانګهای نړيوال نندارتون د پرانيستلو ورځ به ژر رارسېږي . دا لومړۍ ځل دی چې نړيوال نندارتون په يو پرمختيايي هېواد کې تر سره کېږي. اوس په چين کې د دغه نندارتون د هرکلي لپاره ډول ډول فعاليتونه روان دي، بر سېره پر دې ، په يو شمېر دوکانونو کې د دغه نندارتون په اړه ډول ډول شيانو هم د وګړيو پام راجلب کړی دی. هيله ده چې دغه نندارتون په بريالۍ توګه په چين کې تر سره شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای