CRI Online

په چين کې له دندې څخه د ښوونکيو د وکيلانو د ګوښه کېدو خبر د پاملرنې وړ دی

cri     (GMT+08:00) 2010-01-25 14:59:40

د چين د ښوونې وزارت د پرسونلو چارو څانګې مرستيال لو يوو ګانګ وويل ،دغه وزارت به په جدي توګه د ښوونکيو د وکيلانو استخدام فسخ کړي او له دندې څخه ګوښه شويو وکيلانو ته به جبران ور کړي . د دې ترڅنګ په بېلا بېلو ځايونو کې به د اړوندو ضمانت لرونکيو نظامونو د بشپړتيا او نورو لارو چارو له لارې د دوی د ژوند ستونزې له منځه يو وړل شي.سيمه ييز حکومت د توان او کيفيت له امله له دندې څخه ګوښه شوې وکيلانو ته مساعد جبران ور کړي.

په چين کې د ښوونکيو وکيلانو د هېواد په ستونزمنه موده کې خپل مهم رول لوبولو او د استعداد لرونکيو د روزلو په برخه کې يې خپل خدمتونه تر سره کولو. خو اوس د ټولنې د بدلولو پر مهال زموږ حکومت دغه وکيلان ګوښه کوي چې دا انساني نه ده.

اوس مهال چين د ټولنيز بدلون په حال کې دی او د يوې سوسياليستي او هوسا ټولنې د جوړولو لپاره کوښښ کوي . خو د اړوندې څانګې نوموړې عمل د هماهنګۍ له شعارونو څخه ليری دی . دا لازمه ده چې د ښوونکيو کيفيت لوړ شي، خو ايا د ښوونکيو د دغو وکيلانو د ګوښه کېدو له امله به د ښوونې سويه لوړه شي که نه ؟ دغه وکيلان په ليرې پرتې سيمې کې خپلې دندې پر غاړه اخلي چې پکې د ښوونکيو سرچينې لږې دې.د دغو وکيلانو د ګوښه کېدو په اثر به هرو مرو دغو سيمو ته زيانونه ورسيږي.

اوس مهال په چين کې د بی کارانو د بيا استخدام سيستم او ښارونو کې او علاقه داريو کې د ژوند د ضمانت او په کليوالو سيمو کې د همکارۍ طبي نظامونه بشپړتيا ته اړتيا لري. د بېلا بېلو کچو حکومتونه بايد په دغو برخو کې خپلې زياتې هڅې او هلی ځلی وکړي چې زموږ وکيلان ترې ګټه واخلي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای