په چين کې پسرلني اختر رارسيدلی دی ، د مسافرينو د لېږد رالېږد څپې راپورته کړی شوې دي. خو روان کال د تابعيت پاڼې په وسيله د اورګاډي ټکيتونو اخيستنه د پاملرنې وړ ده .زياتو وګړيو د انټرنټ او تليفونونو په وسيله ټکيتونه اخيستي دي . د روان کال د پسرلني اختر په موده کې د اوسپنيزو چارو څانګې تر نورو سيمو په ګوانګ جو او چنګ دو ښارونو کې د تابعيت پاڼو په وسيله د اورګاډي د ټکيتونو د اخيستلو ازموينه تر سره کړه . د جنورۍ په ٢٨ مه نېټه دغه تدبير د يوې اوونۍ لپاره غوره شوی دی .د جنورۍ په ٢٩ مه نېټه د ال ٧٦٨٨ په نامه د اورګاډۍ ټکيتونو پلټنه پيل شوه چې مخکې يې د تابعيت په وسيله ټکيتونه اخيستي دي.
هر کال د اورګاډي ټکيتونو د اخيستلو په بهير کې تل ستونزې رامنځته کيږي ، خو د تېرو څو کلونو په پرتله توپيرونه شته دي چې د تابعيت پاڼې په وسيله ټکيتونه اخيستللی شي. د دغه تدبير د نيولو له امله نوموړی ستونزه لږ څه ليرې شوې ده.
اوس مهال مسافرين کولی شي چې په انټرنټ کې د اړتيا وړ ټکيونه واخلي. د خبر له مخې د ٢٠١٠ کال د جنورۍ له لومړني نيټې څخه د چين د الي بابا په نامه شرکت د جيو جيو پياو وو په نامه له شرکت سره د همکارۍ له لارې د خلکو له خوا د اورګاډی ټکيتونو د اخيستلو لپاره خپل خدمتونه کوي .د بل خبر له مخې د چين د چن دو ښار د اورګاډی ستېشن د انټرنټ له لارې په ٢٠٠٨ او ٢٠٠٩ کال کې د ټکيتونو د اخيستلو سپارښتنې تر لاسه کړې چې له مخې يې مسافرين بايد د خپلو ټکيتونو د اخيتسلو په بهير کې خپلې تابعيت پاڼې وښيي .
د زياتو چينايانو لپاره د نوموړي تدبير د نيولو له امله ناعادلانه حالت ليری شوی او خلکو ته زياتې اسانتياوې برابرې شوې دي . نو مونږ هيله لرو چې دغه تدبير دوام ولري.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |