د چين د عنعنوی کرنيزې جنترۍ له مخې نوی کال رانژدی کيږی. د چينايانو په اند نوی کال د پسرلی پيل هم دی. په چين کې دغه اختر د پسرلی اختر ويل کيږی چې په چين کې ترټولو مهم يو اختر هم بلل کيږی. خلک د دغه اختر د لمانځنې لپاره د يوې اوونۍ رخصتی لري. چينايان چې هر چرته وی، په دې اختر کې په کور کې له خپلو کورنيو سره دغه اختر تيروي.
د چين کرنيز کال له دوولسو ژويو سره تړاو لري او سږ کال د تايګر(tiger) کال دی. دغه راز هر ماشوم چې په دغه کال کې زيږيږي، له تايګر سره ځانګړې اړيکې هم لري.
تايګر يو ډول غښتلی حيوان دی نو خلک هيله لري چې په دې کال کې خپل ژوند او کارونه د تايګر په شان غښتلی او نيکمرغه وي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |