CRI Online

په بېجينګ پوهنتون کې

cri     (GMT+08:00) 2010-03-25 21:06:01

 ښاغلی حامد کرزی د بېجينګ پوهنتون په دغه ودانی کې يوه وينا وکړه  

د مارچ د ٢٥مې نېټې په سهار،د افغانستان د اسلامي جمهوريت ولسمشر حامد کرزی چې اوس چين ته په رسمي سفر بوخت دی،په بېجينګ پوهنتون کې يوه وينا خپره کړه.

زلمی،زرينه او زه د چين د نړيوالې راډيو د خبريالانو په حيث د دغې وينا د پيل په وړاندې بېجينګ پوهنتون ته ورسيدلی وو،خو متاسفانه د وينا د تالار دروازه خبري رسنيو ته خلاصه نه شوه،موږ د ښاغلي حامد کرزي وينا نه اورېده.

زياتو افغان زده کوونکيو په دغو فعاليتو کې ګډون وکړ چې پکې ځيني کسان د ولسمشر حامد کرزي د وينا د اورېدلو لپاره په ځانګړۍ توګه له نورو ښارونو څخه بېجينګ ته راورسيدل.خوښ يم چې نن دومره افغان دوستان مې پېژندل.

د فعاليتونو له پای ته رسيدو وروسته بهرام الدين عادل، زرينه او ما سره يو ځای د بېجينګ د ژبو پوهنتون په يو اسلامي رستورانت کې ډوډۍ وخوړه. ډېر خوندور!!! 

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای