CRI Online

د چين د جي لي شرکت د وولوو شرکت ټول اسهام اخيستې

cri     (GMT+08:00) 2010-03-29 10:13:41

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د چين د ځه جيانګ ولايت د جي لي د موټر اسهامي شرکت د مارچ په ٢٨ مه نېټه د سويدن د دوهم لوی ښار په ګوتيبروګ کې د امريکا د فورد د موټر له شرکت سره د وولوو شرکت د ټولو اسهامو د اخيستلو په اړه يو تړون لاسليک کړی او په دې توګه يې د وولوو شرکت ټول اسهام او شتمنۍ تر لاسه کړې دي.

د جي لي د شرکت عمومي مدير لي شو فو د تړون د لاسليکولو په مراسمو کې وويل ، په نړۍ کې د موټرونو د لومړني لوي بازار په توګه به چين د وولوو موټرونو دوهم توليدونکي ځای وګرځي او د چين په بازار کې د دغو مارک لرونکو موټرونو د پرمختګ زيات امکانات شته دي.

د جي لي د پخواني پلان له مخې دغه شرکت به د وولوو شرکت د پوره اسهامو د اخيستلو وروسته په بېجينګ يا تيان جين کې نوی فابريکه جوړه کړي چې کلني توليدي اندازه به يې نژدې دری لکو ته ورسيږي چې په نړۍ کې د دغه شرکت کلنی توليدي اندازه يوه ځله زياته شي .جي لي پلان لري چې د جيني بازار د مصرفي توان او د کار ځواک د ټيټې اصلي بيې په کارولو سره تر ٢٠١١ کاله پورې د وولوو شرکت د تاوان له درلودلو څخه د ګټو د اخيستلو پر حالت بدل کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای