CRI Online

زما په مېز باندې ښکلی بوټي

cri     (GMT+08:00) 2010-05-05 16:41:59

نن غرمه زه د سي ار اي راډيو ته نژدې د بوټو او ګلونو يو بازار ته تللی او څو ښکلی بوټي مې اخيستلي دي . نو په دفتر کې مې د مېز په ښي ګوټ کې چې پخوا يو اسکنر پروت و، نوې بڼه رامنځته شوې ده.

معلومه نه ده چې د دغو بوټونو نومونه څه دي ، په عکس کې ترټولو کوچنی بوټی ډېر غوښن دي ، نو ورته غوښنې نجلۍ نومېږي.

د چينايانو د کرنيزې جنترۍ له مخې سږ کال د پړانګ کال دی، زما په مېز باندې لوی او کوچنی ټوکري پړانګونه په جلاجلا توګه د غوټۍ او زما همصنفې خوږې لخوا د سوغات په توګه ما ته راکړل.

هرکله چې د کارونو له امله پوزې ته رسيږم، په دغې پيالې باندې ليکل شوي جمله به وګورم څو چې خپلو کارونو ته وهڅوم.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای