د شينجيانګ د اويغوری خپلواکې سيمې حکومت او د چين د ملکي هوايی ادارې د جون په اتلسمه نېټه په اورموچي کې په ګډه پريکړه وکړه چې د اورموچي او کاشغر په ګډون د دغې سيمې په زياتو ښارونو کې د هوايی ميدانونو د جوړولو لپاره هڅې وکړي، څو چې د شينجيانګ او د چين د نورو ښارونو او د نورو هېوادونو ترمنځ تبادله پياوړی شي. د دغې پريکړې سره سم به په شينجيانګ کې د هوايی ډګرونو شمېر دوه ويشتو ته زيات شي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |