اوس مهال د ارجانتين د فوټبال د يادونې په وخت کې بايد د ليونيل اندريس ميسي يادېږي. ميسي چې په ١٩٨٧ کال د جون په څليرويشتمه نېټه زېږېدلې، اوس د هسپانيا د فوټبال په سياليو کې د بارسيرونا ټيم په استازيتوب لوبی کوي. ميسي د ارجانتين د فوټبال په اوسني ټيم کې د ډېر مشهور لوبغاړي په توګه بلل کېږي. په ٢٠٠٨ کال کې د ميسي په مشرۍ د ارجانتين ټيم د بېجينګ د اولمپيک په لوبو کې د فوټبال د سرو زرو ميډال تر لاسه کړ. ورپسی هغه په ٢٠٠٩ کال کې د فوټبال نړيوالې کميټې په همدی کال کې په نړۍ کې د ډېر غوره لوبغاړی نمونه ميسي ته ورکړه.
باور لرم چې د مارادونا او ميسي په مشرۍ د ارجانتين ټيم به د روان کال د فوټبال د نړيوال جام په سياليو کې برياليتوب تر لاسه وکړي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |